Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د ترکیې محلي ټاکنو کې دوه افغانان د ښاروالیو څوکیو ته ولاړ دي

    د ترکیې محلي ټاکنو کې دوه افغانان د ښاروالیو څوکیو ته ولاړ دي

    عزت الله سادات: "دلته ټول شاوخوا ۲۵ زره افغانان اوسیږي، چې ۱۲ زره تنه د ټاکنو په شرایطو برابر دي خو دا ارقام نور هم ډیریږي ځکه یو شمېر ځوانان نوي پر اتلس کلنۍ پښه ږدي. د مارچ تر ۳۱مې به زما رایې شاوخوا ۱۵ زره وي".
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۳, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    استانبول (کوبها نیوز)- ۳۶ کلن عزت الله سادات د ترکیې په استانبول ولایت کې د بلیکدوزو سیمې د ښاروالۍ ټاکنو ته د نورو ۳۵ نوماندانو تر څنګ ولاړ دی. هغه غواړي دلته د میشتو افغانانو په ملاتړ ددې سیمې ښاروال شي او د ترکیې په سیاست کې افغانانو ته یوه نوې لاره پرانیزي.

    د ترکیې محلي ټاکنې د مارچ میاشتې په ۳۱ مه نېټه ترسره کیږي.

    بیلیکدوزو ولسوالي د یوه اروپايي ښار په معیار اباده ده، چې په شنو ساحو پوښل شوې او د پام وړ بهرنیو وګړو د نفوس په درلودو د مختلفو فرهنګونو کوربه ده.
    په دې سیمه کې شاوخوا ۲۵ زره تنه افغاني الاصله ترکان اوسیږي چې د ولسوالۍ په تجارتي، سیاسي او نورو ټولنیزو فعالیتونو کې فعالانه ګډون لري.

    عزت الله سادات د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په انقره کې له زده کړو وروسته یې تجارت او سیاست ته مخه کړې ده.

    سادات کوبها نیوز ته په مرکه کې وویل چې دا لومړی ځل دی چې په ترکیه کې د افغانانو پرمخ سیاست ته د داخلېدو لاره پرانستل کیږي.

    هغه وایي، ” په اروپا او د نړۍ نورو هېوادونو او دلته ترکیه کې د ښاروالۍ ټاکنې او له دې لارې خدمت ډېر ارزښت لري. زه د بیلیکدوزو د ښاروالۍ ټاکنو ته خپلواک نوماند یم”.

    سادات چې د برکه په نامه یو خیریه بنسټ لري او ځان د افغان سوداګرو د انجمن بنسټګر ګڼي، په دې باور دی چې په بیلیکدوزو کې تر ۱۵ زرو پورې رایې لري.

    هغه کوبها نیوز ته وویل:”دلته ټول شاوخوا ۲۵ زره افغانان اوسیږي، چې ۱۲ زره تنه د ټاکنو په شرایطو برابر دي خو دا ارقام نور هم ډیریږي ځکه یو شمېر ځوانان نوي پر اتلس کلنۍ پښه ږدي. د مارچ تر ۳۱مې به زما رایې شاوخوا ۱۵ زره وي”.

    د ترکیې د ټاکنو د عالي شورا د اعلان له مخې د مارچ د ۳۱ مې نیټې په محلي ټاکنو کې به ۳۶ بېلابېل ګوندونه د ښاروالۍ او ښاري شوراګانو د کنټرول لپاره سیالي کوي.

    د دغو ټاکنو په ترڅ کې به د ترکیې د ټولو ښارونو، او ولسوالیو ښاروالان او د ښاري شوراګانو غړي د يادو ښارونو د اوسېدونکو د مستقيمو رايو له لارې د پنځو کلونو لپاره وټاکل شي.

    د ترکیې داځل ټاکنې له سختې سیالۍ سره مل دي او ډېر ترکان دغو ټاکنو ته له دې امله د ټولپوښتنې نوم ور کوي چې د رجب طیب اردوغان د ګوند او د هغه د مخالفانو ترمنځ یو اړخ غوره کیږي. استانبول د عدالت او پراختیا واکمن ګوند او اپوزیسیون دواړو ته مهم دی ځکه په دغه ولایت کې ماته او بری د ۲۰۲۸ کال د ټاکنو برخلیک ټاکي.

    په دغسې رقابتي چاپیریال کې به یوه افغان نوماند ته څومره ممکنه وي چې د بیلیکدوزو د ښاروالۍ په ټاکنو کې له ګوندي نوماندانو سره سیالي وکړي؟

    دې پوښتنې ته سادات خپله ځواب وایي: ” په دې ټاکنو کې د ۳۵ ګوندونو نوماندان ګډون لري. د رایو په حساب زه پنځم نوماند یم چې ډېرې رایې لرم. په دې سیمه کې ډېر افغانان دي، له همدې امله مې ځان ښاروالۍ پوسټ ته نوماند کړی”.

    هغه وایي چې غواړي په ترکیه کې د افغانانو اعتبار اعاده کړي، غږ یې ورسوي او افغانان خپل ښاروال او خپل وکیل ولري.

    د ترکیې په محلي ټاکنو کې پر عزت سادات سربېره یو بل افغان اصلان اسلام چې د کندهار اوسېدونکی دی، هم د استانبول د زیتون بورنو ولسوالۍ د ښاروالۍ ریاست ته ځان کاندید کړی.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    بلخ کې د رمضان جام په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې

    kadminحمل ۶, ۱۴۰۳

    طالبان د بې پیلوټه الوتکو د اسانچاري هېواد نوم نه په ډاګه کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۲, ۱۴۰۳

    طالبان د بدخشان پر ولسي مظاهرو ډزې کوونکي محاکمه کوي

    کوبها نیوزثور ۱۷, ۱۴۰۳

    عشق‌اباد کې د افغان توکو نندارتون په پرانېستل کېدو، د افغان ـ ترکمن سوداګرۍ کنفرانس پيل شو

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    د پیسو پر لیږد محدودیت په افغانستان کې انلاین سوداګرۍ له خنډ سره مخ کړې

    کوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳

    طالبانو د دوو سیاسي ګوندونو او ۱۹ بنسټونو دفترونه تړلي

    کوبها نیوزحمل ۱۹, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.