Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د جګړې مطالعاتو انسټیټیوټ: د ‘کابل طالبان’ د مولوي هبة الله د پالیسیو مخالف دي

    د جګړې مطالعاتو انسټیټیوټ: د ‘کابل طالبان’ د مولوي هبة الله د پالیسیو مخالف دي

    "لوی درستیز قاري فصيح الدين د تاجیک طالبانو لوړپوړى قوماندان دى او د طالبانو په حکومت کې د تاجیک طالبانو په مشرانو کې تر ټولو زيات نفوذ لري. د کرنې وزير عطاالله عمري او د رییس الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي دوه لوړ پوړي ازبیک چارواکي دي".
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۱۱, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    کابل کې یو تن د طالبانو د مشر هبةالله اخندزاده د عکس سټیکر پلوري. (عکس د / AFP)
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز) – د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده انحصاري قدرت او تګلارو په افغانستان کې اقتصادي بحران او د طالبانو په منځ کې تاوتریخوالی زیات کړی.

    د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ په خپل ۳۷ مخیز راپور کې وايي، اوږدمهاله ننګونې طالبان د داخلي زیاتیدونکو مخالفتونو پر وړاندې اسیب پذیره کوي او په افغانستان کې د سلفي جهادي ډلو د کنټرول وړتیا یې را کموي.

    راپور وايي، د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني خپل خپلوان په مهمو پوستونو ګمارلي دي او د طالبانو مشر هبة الله اخندزاده په کندهار کې د مذهبي مشرانو او پلویانو له یوې کوچنۍ حلقې سره چې اکثره یې د “کندهاري طالبانو” په نوم یادیږي، پر افغانستان حکومت کوي.

    “اخندزاده په کندهار کې پر خپل مرکز انحصاري واک نه لري. سره له دې چې د طالبانو ځینې مشران لکه د دفاع وزیر محمد یعقوب او د رییس الوزرا مرستیال عبدالغني برادر د اخندزاده په څېر کندهاریان دي، خو د هغه د پالیسیو خلاف دي.”

    د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، ملا برادر او ملا یعقوب ډېری په کابل کې واکمني کوي او په کابل کې د طالبانو له کابینې سره کار کوي، چې کله نا کله د “کابل طالبانو” په نوم یادېږي.

    د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند ددوحې تړون مهم مرکچي و. عکس: AFP/طالبان/ EyePres News

    د “کابل طالبانو” دغه ډله کولی شي له حقاني شبکې سره همکاري وکړي، چې د طالبانو د واک په لومړیو کې یې په کابل او شاوخوا سیمو کې د طالبانو د ځواکونو قومانده او کنټرول پر غاړه درلود.

    د دغه راپور له مخې، طالبانو د افغانستان په شمال کې د خپل ملاتړ د پراخولو لپاره د یوې ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه د تاجیک طالبانو او ازبیک طالبانو ډلې پراخې کړې دي.

    قاري فصيح الدين چې د طالبانو لوی درستیز دی، د تاجیک طالبانو لوړپوړى قوماندان او په حکومت کې د تاجیک طالبانو په مشرانو کې تر ټولو زيات نفوذ لري. د کرنې وزير عطاالله عمري او د ریاست الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي د ازبیک طالبانو دوه لوړ پوړي چارواکي دي”.

    راپور زیاتوي چې ملا هبة الله اخندزاده وروستی پریکړه کوونکی دی او ډېر خپلسری شوی او د نورو طالب مشرانو پرېکړې تر پښو لاندې کوي.

    طالبانو ددغه رپوټ پر وړاندې تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

    افغانستان، امریکا وتل، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    طالبان پر چینایي انجنیرانو برید د سیمه ییزې همکارۍ کمزوري کول ګڼي

    کوبها نیوزحمل ۷, ۱۴۰۳

    د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د بحرین ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

    کوبها نیوزثور ۳, ۱۴۰۳

    د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ په وړاندې ماتې وخوړه

    کوبها نیوزحمل ۸, ۱۴۰۳

    مولوي هبت الله طالبان ځانمرګو او تبلیغاتي جګړې ته وهڅول

    کوبها نیوزحمل ۲۲, ۱۴۰۳

    ګوترش: منځنی ختیځ د بشپړې ویجاړوونکې جګړې له خطر سره مخ دی

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    د مسلمانانو نړیوال لیګ: طالبان اسلامي نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکوي

    کوبها نیوزحمل ۱۵, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.