کابل(۸ وری ۱۴۰۳ کوبهانیوز): د ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمن حکمتیار د دوی د کور د مسلې په تړاو د طالب وياند د څرګندونو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی.
د حکمتیار زوی په خپله ایکسپاڼه د ذبیح الله مجاهد د هغوو څرګندونو په تړاو چې ويلي يې و، ” د حکمتیار د اوسیدو پخوانی ځای متنازع فیه وو” غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، په داسې حال کې چې، ويل کېږي دا ځمکه د دفاع وزارت ده، خو د دفاع وزیر او خپل وزارت يې د ګرځولو هيڅ غوښتنه نهده کړې.
هغه د طالبانو ویاند ته ليکلي: “يوازې څو تنه ضدي او د زاړه فکر خاوندان مو چې هر څه وغواړي، کولای يې شي. ورشئ د نجونو ښوونځي خلاص کړئ. زه پوهېږم چې ټول مشران موافق دي، خو یو کس تاسو ټول په ځمکه را کش کوي او تاسو بېچارهګان يې بايد اطاعت وکړئ.”
حبیب الرحمن حکمتیار زیاتوي: “شرم دی، سکوت وکړئ او مه يې توجیه کوئ. لکه چرنګه چې ستاسو مشورې ته د دوه افغانیو اهمیت نه ورکول کېږي او لکه څنګه چې هغه څه چې دین، اسلام ، اخلاق، عمل او منطق وايي، تاسو يې له ترسره کېدو عاجز یئ او سکوت مو کړی، په دې مسله کې مو هم خوله وتړئ او له څه مه وايئ.”
تېره ورځ طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه ليکلي و ، حکمتیار د هېواد یو جهادي شخصیت دی، خو دا چې د اوسیدو پخوانی ځای متنازع فیه و، پریکړه وشوه بل مناسب ځای کې و اوسیږي.