Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د دوحې کنفرانس، نړۍ د جوړجاړي تمه لري او طالبان ترې اقتصادی مرسته غواړي

    د دوحې کنفرانس، نړۍ د جوړجاړي تمه لري او طالبان ترې اقتصادی مرسته غواړي

    طالبانو د دوحې په دویمه ناسته کې ځکه ګډون ونه کړ، چې شرطونه یې نه وو منل شوي او دا ځل د طالبانو حکومت هیله من دی، چې د دوحې د دریمې ناستې د اجنډا تمرکز به له افغانستان سره پر اقتصادي مرستو ور ټول وي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزجوزا ۴, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز) – د افغانستان د کړکیچ د حل په موخه د دوحې درېیمې ناستې ته څه باندې یوه میاشت پاتې ده او د دغې ناستې لپاره د چمتووالي په لړ کې پر طالبانو فشارونه پر ډیریدو دي ترڅو په دی ناسته کې ګډون وکړی.

    په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونه له یو بل سره سلا مشورو ته دوام ورکوي، ظاهراً هغه اجماع چې د دوحې له دویمې ناستې مخکې د روسیې، چین، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو ترمنځ موجودې وه، له منځه تللې ده.

    په کابل کې د ایران سفیر او د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي تېره اوونۍ د طالبانو له حکومت سره ژمنه وکړه چې “دوی به په هره نړیواله غونډه کې د کابل د دریځ ملاتړ کوي،” خو پاکستان له طالبانو سره دا ډول ژمنه نه ده کړې او چین تریې غوښتنه کړې چې د نړیوالۍ ټولنۍ غوښتنی دی ومني.

    روسیې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته د مسکو د سفر بلنه ور کړې

    دوحې ته د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي، ټام ویست له سفر وروسته، د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي درې ورځې وړاندې کابل ته تللی او اوس هم په کابل کې دی، هڅه کوي طالبان قانع کړي چې امیر خان متقی د دوحې دریمې ناستې ته واستوي.

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د الخلیفي له قوله راغلي: “د قطر حکومت د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د خبرو اترو پر اهمیت باور لري، څو د افغانستان ستونزې ته دایمي حل لاره ومومي او دغه هیواد د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات په ټینګښت کې ونډه واخلي. د افغانستان سرپرست حکومت باید په نړیوالو بحثونو کې شامل شي.”

    د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د جمعې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر، امیر خان متقی سره په لیدنه کې هغه ته بلنه ورکړه چې د دوحې په دریمه ناسته کې ګډون وکړي.

    د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له الخلیفي سره په کتنه کې د دوحې په ناسته کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو، له خصوصي سکتور سره د همکارۍ او له نشه یي موادو سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ په اړه له خبرو څخه خوښي څرګنده کړه. خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د دوحې په دریمه ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت د اساسي شرطونو او غوښتنو یادونه نه ده شوې.

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې د قطر د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال له خولې ویلي چې الخلیفي د دوحې د دریمې ناستې په اړه د طالبانو د حکومت غوښتنې منلې او ټینګار یې کړی چې د طالبانو له شتون پرته د دوحې غونډه به له وضعیت سره مرسته ونه کړي.

    د دوحې په مخکینې غونډه کې چې د طالبانو د حکومت د استازي په نه شتون کې د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه جوړه شوې وه، د بهرنیو دیپلوماتانو سربېره څلورو افغان مدني فعالانو هم برخه اخیستې وه، خو د دې ناستې د دریمې دورې لپاره تراوسه د هغو جبهو په شمول چې له طالبانو سره د پوځي مخالفت ادعا کوي، د طالبانو د سیاسي مخالفو جریانونو استازي هم دوحې ته نه دی ور بلل شوی.

    ملګرو ملتونو په روانه اونۍ کې اعلان وکړ چې د دوحې درېیمه غونډه به د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د دغه سازمان د سرمنشي، انتونیو ګوتریش په مشرۍ او د هیوادونو د ځانګړو استازو او بهرنیو دیپلوماتانو په ګډون جوړه شي.

    افغانستان، د دوحې ناسته، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    مسکو کې پر کنسرت برید کې د وژل شویو شمېر ۶۲ تنو ته ورسېد

    کوبها نیوزحمل ۴, ۱۴۰۳

    ملا حسن اخند: پاکستان دی د سوداګریزو او کډوالو مسایلو په اړه یو اړخیزه پریکړه نه کوي

    کوبها نیوزحمل ۲۱, ۱۴۰۳

    د پاکستان یو تجارتي پلاوی کابل ته راځي

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    خبریالانو مرکز: افغانستان کې د رسنیو ازادۍ وضعیت اندېښمنوونکی دی

    کوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲

    اسرائیل ته د امریکا خبرداری؛ که پر رفح بندر برید وشي ښايي د تل آویو لپاره ناوړه پایلې ولري

    کوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳

    امنیت شورا: د افغانستان په اړه دې ډیالوګ زر پیل شي

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.