اسلام اباد (کوبهانیوز) – د پاکستان په پوځ کې یوې سرچینې د دغه هېواد رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د حکومت او پاکستان د ګډې پوځي او استخباراتي کمېټې غونډه د طالب چارواکو د اعتراض له امله ځنډول شوې ده.
سرچينی ویلي، چې د طالبانو حکومت د پاکستان پوځ ته خبر ورکړی، چې دوه ورځې وړاندې یوې بی پیلوټه الوتکې د پکتيکا ولايت په وړممۍ ولسوالۍ کې يو ځای په نښه کړی او ويلي يې دي، تر څو چې پاکستان دوی ته په دې اړه وضاحت ورنه کړي، د کمیټې غونډه به ځڼډیلي وي.
د جمعې په ورځ د پکتيکا ولايت د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکو په دې ولسوالۍ کې د استوګنې پر يوه کور د بې پيلوټه الوتکې د بريد خبر ورکړ، خو له درېيو ورځو په تیریدو سره لاهم د طالبانو حکومت د برید په اړه څه نه دی ویلى.
د پاکستان په پوځ کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې دوی طالبانو ته څرګنده کړې، چې دا برید د دوی له خوا نه دی شوی، خو د طالبانو حکومت په ځواب کې ویلي، چې دا برید یا د پاکستان پوځ او یا د پاکستان له هوايي حریم څخه په استفادې د دریم هیواد له خوا شوی دی او په دواړو حالاتو کې باید اسلام اباد ځواب ورکړي.
د طالبانو او پاکستان د حکومت ګډه پوځي او استخباراتي کمېټه تېر کال جوړه شوه، چې په هرو درېیو میاشتو کې یو ځل د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې غونډې کوي.
په دغه کمیټه کې د پاکستان د پوځ قوماندانان او د استخباراتو ادارې مسوولین او د طالبانو حکومت پوځی قوماندانان او د استخباراتو ریاست چارواکي ګډون کوی.