کابل (۲۰ کب ۱۴۰۲) د طالبانو حکومت د پاکستان د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو وروسته، هيله څرګنده کړه چې، اسلاماباد خپل امنیت ته رسیده ګي وکړي او له کابل سره د روابطو حفظ په پام کې ونیسي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ملي ټلويزیون سره مرکه کې وايي “تمه لرو، د پاکستان نوی حکومت د دواړو هېوادونو ګټې ته په کتو له کابل سره د روابطو حفظ په پام کې ونیسي”
د پاکستان پیپلز ګوند نوماند اصف علي زرداري تېره ورځ ( شنبه د کب ۱۹مه) د دغه هېواد له پارلمان نه د اکثریت رایو په اخیستلو د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
له اصف زرداري سره د ولسمشرۍ څوکۍ ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی ولاړ و، خو زرداري له پارلمان څخه د ۲۵۵ رایو په اخيستلو دا چوکۍ وګټله.
مجاهد په دې مرکه کې د پاکستان له نوي حکومت سره د ده په ټکو “د حسنه اقتصادي او ډپلوماتیکو روابطو” هیله څرګنده کړې ده.
نوموړي له اسلاماباد غوښتي چې، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په برخه کې انعطاف وښيي او په تګ او راتګ کې سهولت رامنځته کړي.
هغه وایي، چې، د طالبانو حکومت په دې برخه کې جدي دی او د پاکستان جدیت هم غواړي.
د پاکستان د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو څو ساعته وروسته، پاکستاني پوځیانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له طالبانو سره وسلهواله نښته کړېده. د څو ساعتو لپاره دا نښته تېره ورځ ناوخته د خوست ولایت علیشیر ولسوالۍ ببرک تاڼې ته څېرمه د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې هله وشوه چې، د ځایي سرچینو په وینا، پاکستاني لوري غوښتل د ټي ټي پي جنګیالیو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره په دغه سیمه کې د افغانستان اوسنۍ پولې ته را وړاندې شي.