Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د طالبانو دفاع وزارت: داعش له پاکستانه زموږ پر ضد بریدونه تنظیموي

    د طالبانو دفاع وزارت: داعش له پاکستانه زموږ پر ضد بریدونه تنظیموي

    تر دې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند ادعا کړې وه چې په خیبر پښتونخوا کې پر چینايي انجینرانو د تیرې میاشتې برید په افغانستان کې تنظیم شوی و او موټر بم هم له افغانستانه سیمې ته داخل شوی و.
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱۹, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبهانیوز) – د مارچ په ۲۶مه، یوه ځانمرګي بریدګر د قراقرم پر سړک د چینايي کارګرانو له یوه بس سره چې داسو بند ته پر لاره وو، ځانمرګی برید وکړ چې له امله یې پنځه چینايي انجینران ووژل شول.

    د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال احمد شریف د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د دوی پلټنې ښيي چې برید په افغانستان کې تنظیم شوی و او ځانمرګی یو افغان وګړی و او موټر بم هم له افغانستانه سیمې ته راوړل شوی و.

    پښتونخوا کې موټربم برید د ۵ چینايي انجنیرانو په ګډون ۶ کسان ووژل

    خو د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ دا ادعا بې اساسه بولي او وايي چې پاکستان د دې هېواد په امنیت کې د پاتې راتلو پړه پر نورو اچوي.

    د طالبانو د دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي په یوه بیان کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا په سیمه کې چې د پاکستان د پوځ تر سخت امنیتي پوښښ لاندې دی، د چینايي اتباعو وژل کېدل د پاکستان د امنیتي ځواکونو کمزورتیا یا له برید کوونکو سره د دوی همکاري ښيي.

    خوارزمي ویلی چې د طالبانو حکومت چین ته ډاډ ورکړی او بیجینګ هم په دې پوه شوی چې افغانان په دې ډول فعالیتونو کې ښکیل نه دي.

    خو د دې تر څنګ د طالبانو د دفاع وزارت ویاند پاکستان په افغانستان کې د داعش د بریدونو لپاره د زمینې په برابرولو تورن کړی دی.

    د طالبانو د دفاع وزارت په اعلامیه کې د عنایت الله خوارزمي له قوله ویل شوي: “موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو چي د پاکستان خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي، د هغوی خاوره زموږ په ضد کارول شوې او پیښي له هغه هیواد څخه تنظیم کیږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي.“  

    طالبان پر چینایي انجنیرانو برید د سیمه ییزې همکارۍ کمزوري کول ګڼي

    پر چينايي انجنيیرانو له بريد او د پنځو انجنییرانو وژل کېدو وروسته بيجينګ پاکستان ته يو پلاوى واستاوه او په دې اړه يې پلټنې وکړې، خو له دې بريده د څه باندې يوې مياشې له تیریدو سره سره، چینايي چارواکو د دغه برید د عاملینو په اړه څه نه دي ویلي.

    له دی بریدو وروسته په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یو شمیر سیمو کې د چین یو شمېر پرمختيايي پروژو کارونه ودرېدل.

    د طالبانو د حکومت او پاکستاني پوځ د پوځي چارواکو له خوا پر یو بل وروستی تورونه په داسی حال کې دی چې په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، اصف دراني هم ادعا کړې چې هند په افغانستان کې د یو شمیر عناصرو په کارولو سره د پاکستان امنیت ګواښي.

    دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ او په ورته وخت کې په هند کې د سیمه ییزو ټاکنو په درشل کې د هند د واکمن ګوند (بي جي پي) د مشرتابه غړو هم پر پاکستان تور ولګاوه چې د تندلارو ډلو په کارولو سره په سیمه کې د هند امنیت او ګټې ګواښي.

    افغانستان، پاکستان طالبان، داسو بند، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    طالبان پر چینایي انجنیرانو برید د سیمه ییزې همکارۍ کمزوري کول ګڼي

    کوبها نیوزحمل ۷, ۱۴۰۳

    کرزی او پوتزل په افغانستان کې د ملي تفاهم پر اړتیا غږېدلي

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    روسیه کې پر کنسرت د برید کوونکو هویت افشا شو

    کوبها نیوزحمل ۴, ۱۴۰۳

    د ایران له لارې د افغان سوداګرو د وارداتو او صادراتو کچه درې برابره لوړه شوې ده

    کوبها نیوزحمل ۲۰, ۱۴۰۳

    منیژه صدیقي د طالبانو له بنده خوشې شوه

    کوبها نیوزحمل ۱۹, ۱۴۰۳

    طالبان د پاکستان له نوي حکومت څخه د “ورورګلویزو اړیکو” تمه لري

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.