کابل( ۱۳کب ۱۴۰۲ ) د طالبانوو د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي یعقوب مجاهد او د وسله والو ځواکونو لوی درستیز فصیح الدین فطرت نن د یوه رسمي سفر په ترڅ کې قطر ته لاړل.
خبرپاڼه وایي، په دې سفر کې به دوی له قطري چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي او د دغه هېواد د دیمدیکس دفاعي نندارتون په غونډه کې به هم ګډون کوي.
د دوحې د نړیوالې سمندري دفاع نندارتون او کنفرانس (DIMDEX) تنظیم کوونکې کمیټه وايي چې د دې دوه کلنې غونډې (DIMDEX 2024) اتمه دغه به د مارچ له څلورمې تر شپږمې پورې د قطر د ملي غونډو مرکز (QNCC) کې ترسره شي.
دغه نندارتون چې د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني تر مشرتابه لاندې جوړیږي، د قطر د وسله والو ځواکونو په کوربه توب تنظیم شوی.