کابل: (۲۳ کب۱۴۰۲) د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند وايي چې د کابل په بګرامیو کې ۱۱۴۵ جریبه غصب شوې ځمکه د غاصبینو له منګولو را ګرځول شوې ده.
ياد وزارت ادعا لري چې دغه ځمکه د بګرامیو ولسوالۍ اړوند علاء الدین سیمه کې د نعیم کوچي د زوی او یوشمېر نورو کسانو له خوا غصب شوې وه.
هغه ويلي چې، دا ځمکې د محکمې له حکم وروسته د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له خوا بېرته راګرځول شوې دي.
دوی وايي، چې د نعیم کوچي زوی د طالبانو د مشر له حکم څخه د سرغړونې په تور توقیف شوی دی، خو هغه ته نږدې کسانو تر اوسه په دې ټړاو څه نه دي ویلي.