کابل(کوبها نیوز)- د طالبانو د عدلیې وزارت په افغانستان کې هر راز ګوندي فعالیت غیر قانوني اعلان کړ او خبرداری یې ورکړ چې له سرغړوونکو سره به “قانوني چلند” کیږي.
د طالبانو د عدلیې وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې وایي، “د عدليې وزارت په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعاليت غير قانوني بولي او خبر دارى ورکوي چې د دغه راز فعالیتونو د تکرار په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني او شرعي چلند وکړي”.
ياد وزارت د اجتماعي سازمانونو فعالیت چې په جمهوریت کې ازاد و، د تعلیق په حالت کې راوستلي او وایي، يوازې خيريه بنسټونه او اتحاديې کولی شي د اصولو په چوکاټ کې او له عدليې وزارت څخه په رسمي جواز سره فعاليت وكړي.
ياد وزارت هغو خیریه بنسټونو او اجتماعي سازمانونو ته چې له جواز پرته فعاليت ترسره کوي خبرداری ورکړی چې له “غير قانوني فعاليت ” څخه ډډه وکړي او که خپل فعالیت جاري وساتي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
طالبان دغه اعلامیه او پر احزابو بندیز داسې مهال تکراروي چې په دې وروستیو کې یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي پر سیاسي، رسنیزو او اجتماعي فعالیتونو بندیز لګولی او نوموړی یې اړ اېست چې خپل کور او دفتر له دارالامان نه وزیر اکبرخان مینې ته ولېږدوي.