Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د طالبانو مامورین د جمهوریت کارکوونکي روحي شکنجه کوي

    د طالبانو مامورین د جمهوریت کارکوونکي روحي شکنجه کوي

    "په دولتي ادارو کې د کار روحیه نشته، مامورین په دوو برخو ویشل شوي (اوسني او مخکیني). د طالبانو مامورین او حتی چارواکي د جمهوریت د وخت کارکوونکي له روحي پلوه ځوروي، هغوی ته پیغورونه ورکوي چې شل کاله مو د امریکا غلامي کړې." یو پخوانی دولتي کارکوونکی
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۱۶, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    “په دولتي ادارو کې د کار روحیه نشته، مامورین په دوو برخو ویشل شوي (اوسني او مخکیني). د طالبانو مامورین او حتی چارواکي د جمهوریت د وخت کارکوونکي له روحي پلوه ځوروي، هغوی ته پیغورونه ورکوي چې شل کاله مو د امریکا غلامي کړې.” یو پخوانی دولتي کارکوونکی

    کابل: (کوبهانیوز ۱۶ حمل ۱۴۰۳) – د جمهوريت له پرځېدو وروسته د طالبانو په واکمنۍ کې ډیری دولتي کارکوونکو د پخوا په څېر خپلو دندو ته دوام ورکړ، خو دغه کارکوونکي له ډیر وخت راهیسې له روحي پلوه ځورول کیږي.

    د طالبانو په حکومت کې بیلابیلو سرچینو کوبها نیوز ته وویل چې دامهال د طالبانو په ډیرو دولتي ادارو کې د طالبانو حکومتي مامورین او چارواکي له پخوانیو مامورینو سره ناوړه، سلیقوي او د اداري اصولو خلاف چلند کوي او هغوی له روحي پلوه شکنجه کوي.

    د جمهوریت د وخت یوه کارکوونکي چې لاهم د طالبانو حکومت کې مامور دی، د نوم نه ښودلو په شرط کوبها نیوز ته وویل: “په دولتي ادارو کې د کار روحیه نشته، مامورین په دوو برخو ویشل شوي (اوسني او مخکیني). د طالبانو مامورین او حتی چارواکي د جمهوریت د وخت کارکوونکي له روحي پلوه ځوروي، هغوی ته پیغورونه ورکوي چې شل کاله مو د امریکا غلامي کړې. دا وضعیت د ډېرو لپاره د زغم وړ نه دی.”

    د جمهوریت د وخت یوه بل کارکوونکي چې تازه یې له خپلې دندې استعفا کړې او اوس په کور ناست دی، کوبها نیوز ته وویل: “په اداره کې به هره ورځ د جمهوریتي او امارتي کارکوونکو خبرې وې، دوی هره ورځ پخواني کارکوونکي دې ته مجبورول څو خپلې دندې پریږدي. ما هم نور بیځایه پیغورونه ونه شوای زغملی او دنده مې پرېښوده. اوس په کور ناست یم، غواړم یو شخصي کار وبار شروع کړم.”

    نوموړي همداراز اندېښنه وښوده چې دولتي ادارو کې ورځ په ورځ د مسلکي کسانو ځای غیر مسلکي او بیسواده کسان نیسي او دا وضعیت ښایی په دولتي ادارو کې د انارشۍ سبب شي.

    د افغانستان د جمهوري نظام له نسکورېدو سره هممهال د مخکیني ولسمشر اشرف غني په ګډون ګڼ جګپوري چارواکي او دولتي کارکوونکي له هیواده ووتل خو د طالبانو د مشر له خوا د عفوې تر فرمان وروسته یوه لویه برخه دولتي کارکوونکي د پخوا په څېرو خپلو دندو ته حاضر شول.

    د طالبانو چارواکي ظاهرا په غونډو کې وایي، چې د دوی د مشر د عفوې فرمان له مخې د دولتي مامورینو ترمنځ تفکیک موجود نه دی او ټول له مساوي حقونو برخمن دي، خو تېره اونۍ د دوی د عدلیې وزیر په یوه غونډه کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نیوکو ته په ځواب کې وویل چې ډېر خلک له افغانستان نه ووتل او دی هم چې په تنګ دی، ودې وځي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    اسراییل او حماس په غزه کې د اوربند په اړه هوکړې ته و نه رسېدل

    کوبها نیوزحمل ۲۰, ۱۴۰۳

    د پاکستان په دیني مدرسو کې د افغان زده کوونکو نوم لیکنه ودرول شوه

    کوبها نیوزثور ۱۵, ۱۴۰۳

    طالبانو د دوو سیاسي ګوندونو او ۱۹ بنسټونو دفترونه تړلي

    کوبها نیوزحمل ۱۹, ۱۴۰۳

    د اتریش د کورنیو چارو وزیر:  له اروپايي ټولنې دې افغانستان او سوریې ته د کډوالو اخراج بېرته پیل شي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    کرزی او پوتزل په افغانستان کې د ملي تفاهم پر اړتیا غږېدلي

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    طالبان په افغانستان کې فیسبوک محدود او بندوي

    کوبها نیوزحمل ۱۸, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.