کابل: (۲۴ کب ۱۴۰۲ کوبها نیوز) د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر سره کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړې دي.
د ط.البانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې امیرخان متقي په دې ناسته کې هیله ښودلې چې د پاکستان نوی منتخب حکومت به د یوې مثبتې پالیسې له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.
متقي وایي: « د سېمې هیوادونه ورځ تر بلې له افغانستان سره د مثبت تعامل د پراخېدا خوا ته تلونکي دي، سیمې دا درک کړې چې د افغانستان ثبات د سیمې د ابتکاراتو او هر اړخیز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولای شي”.
د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې مهمې بللې او وایي، د پاکستان نوی منتخب حکومت د ستونزو د له منځه وړو په برخه کې ګډ کار ته چمتو دی: « د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډیرې ارزښتناکې دي او نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چې د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي.»
دواړو لوریو پر ډیورنډ کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په رامنځته کولوهم ټینګار کړی.
د پاکستان سفیر له دې وړاندې کندهار ته هم سفر کړی و او د دغه ولایت له والي سره یې په ځینو مهمو مسایلو خبرې کړې او ویل کیږي خپل پیغام یې د هغه په وساطت د طالبانو روحاني مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ته رسولی.
طالبانو ته یوې نږدې سرچینې کوبها نیوز ته وویل چې نظاماني په دې مجلس کې پاکستان ته د مولوي شیرین د تېر سفر په تعقیب د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کېدو په هدف د اړیکو کمیټې د مجلسونو د اعادې غوښتنه کړې او ښایي په نږدې راتلونکي کې د طالبانو یو جګپوړی پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او ددغه هېواد د نوي حکومت له چارواکو سره د کابل او اسلام اباد د اړیکو پر راتلونکي مسیر خبرې وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي وروسته له هغه ترینګلي شول، چې د افغان طالبانو په منځګړتوب د ټي ټي او پاکستاني حکومت ترمنځ خبرې اترې په یو اړخیز ډول قطع شوې او دې ډلې په غبرګون کې په دغه هېواد کې خپل بریدونه لا چټک کړل.