کابل- د کابل د یوې غریب مېشتې سیمې په یوه زاړه کور کې له سپينږي خسر او بوډۍ خواښې سره اوسېږي.
د مریم (مستعار نوم) د خاوند میاشتنۍ اکرامیه د جمهوریت له سقوط وروسته، د طالبانو له راتګ سره سم په همغو لومړیو کې قطع شوېده.
هغه کیسه کوي، مېړه یې د پخواني پوځ افسر و چې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې لومړی شدید زخمي شوی و او وروسته يې روغتون ته پر لاره سا ورکړه.
مریم اوس له خپل کوچنی زوی او دوه لوڼو سره د ژوند سختې ورځې تېروي. هغه وايي: “که تعلیم مې درلودای حتا کولای مې شول چې د خاوند تر شهادت وروسته مې د اشرف غني حکومت کې ځان ته وظیفه پيدا کړم، خو تعلیم مې نه و او د اکرامیه معاش ته ناسته وم.”
د جمهوري حکومت له سقوط مخکې د نوموړې مشره لور د اووم ټولګې زدهکوونکې وه خو، د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو کې چې د نجونو ښوونځي وتړل شول، هغه هم له زدهکړو پاتې شوه.
مریم: “یو د ژوند تکلیفونه او بل د ماشومانو اينده مې ځوروي، زه چې وړه وم مجاهدین راغلل، جنګونه وو، وروسته طالبان راغلل مکتبونه بند شول او زه بېتعلیمه پاتې شوم. اوس مې چې لور پېغله کېږي بیا طالبان راغلي او مکتبونه يې بند کړي. زما لور به هم زما غوندې بېسواده پاتې شي.”
طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ ( ۱۹۹۶-۲۰۰۱ ) په کلونو کې هم د نجونو ښوونځي تړلي وو. تراوسه دقیق شمېر نه دی معلوم چې د طالبانو په ياده پينځه کلنه دوره کې څومره نجونې له زده کړو بېبرخې شوې وې، خو عام باور دا دی چې د هغې دورې یوه ستره برخه نجونې د عمر په پخېدو سره د تل لپاره له زده کړو بېبرخې پاتې شوې دي.
زرمینه (مستعار نوم) یوه بله له هغوو مېرمنو ده چې، د طالبانو په لومړی دوره کې له زدهکړو بېبرخه شوه. د هغې په وینا “د خپلو دوو لوڼو د راتلونکي په پار ” په پاکستان کې، بهرنیو هېوادونو ته د تخلیې په تمه اوسېږي.
هغې کوبهانیوز ته وويل: “زه پوهېږم چې د نجونو ښوونځي نه پرانېستل کېږي، ځکه مو هېواد پرېښود. زما مېړه چې له بهرنیانو (بهرنۍ موسسې) سره يې کار کړی و، له وطنه وتلو ته زړه نا زړه و خو ما به ورته ويل، د لوڼو لپاره دې لاړ شه ځکه دوی به هم زما په څېر بېتعلیمه پاتې شي.”
شاوخوا ۸۷۰ ورځې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زدهکوونکو پر زدهکړو بندیز لګولی دی. د تېر ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړيو میاشتو کې د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د نجونو د زدهکړو د څرنګوالي پر تګلاره کار کوي.
د رپوټونو پربنسټ درسي نصاب، میکانېرم او یونیفورم هغه اختلافي موارد دي چې د طالبانو رهبري يې په تړاو کلک دریځ نېولی او نهغواړي سملاسي د نجونو ښوونځي پرانېستل شي. ویل کېږي پر دې مساله د طالبانو په مشرتابه کې د نظر اختلافات هم موجود دی.
د روان ۱۴۰۲ ل کال د میزان پر ۶مه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي په یوه غونډه کې وويل، چې تعلیم پر ټولو فرض دی، نجونو ته دې ژر تر ژره د زده کړو زمینه برابره شي؛ خو په همغه غونډه کې د امر باالمعروف وزارت سرپرست په یو ډول د هغه خبرې رد کړې.
د مېرمنو د حقونو فعاله روینا وايي: ” موږ هيله لرو چې ټولې بهانې ختمې او ښوونځي پرانېستل شي، که ښوونځي نه پرانېستل کېږي، موږ مېرمنې به بدبخته راتلونکی ولرو.”
په افغانستان کې د ښځينهو پر تعلیم او تحصیل بندیزونو په نړیواله کچه غبرګونونه درلودلي؛ خو د طالبانو سرپرست حکومت تراوسه په دې برخه کې غوڅه پرېکړه نهده اعلان کړې.
د تېر لمریز کال په جوزا میاشت کې طالبانو د سترې محکمې د رییس په مشرۍ اته کسیزه کمېټه اعلان کړه، څو د نجونو د زدهکړو د څرنګوالي په تړاو پرېکړه وکړي خو وروسته بیا دا کمېټه او د هغې د کار پايلې نامعلومې شوې.
په روان میلادی کال کې د نورو نړۍوالو غبرګونو ترڅنګ د بشري حقونو د څار سازمان بیا بیا له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي.
بل خوا تېره اوونۍ د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چې نړۍ دې له طالبانو سره د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو خوندیتوب د اصل پر بنسټ، تعامل وکړي.
میتو مېلر وویل: “موږ غواړو وګورو چې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو د حقوقو د ورکړې په برخه کې تر کومې کچې پرمختګ شوی دی.”
طالبانو ویلي چې د نجونو د زدهکړو پر موضوع کار کوي.
شنونکي وايي، د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت باید د خپلې لومړۍ دورې د واکمنۍ په څېر په خپله دې دوره کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ونه لګوي.
د چارو شنونکی انجنیر راحتګل زیارمل کوبهانیوز ته وويل: ” د طالبانو له سابقې معلومېږي چې د نجونو د تعلیم سرسخته مخالف دي. اوس هم څه کم درې کاله پوره کېږي چې ښوونځي تړلي دي او دې حالت د افغانانو ژوند ډېر متاثره کړی. په ډېرو ولایتونو کې ښځينه ډکټرانې او ښوونکې نهشته. خلک خپلې مېرمنې د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له امله روغتونونو ته نه وړي. د زیږون پر مهال د مور – ماشوم د مړينې سلنه تر بل هر وخت لوړه شوې.”
زیارمل له نړۍوالې ټولنې هيله وکړه چې، په افغانستان کې د نجونو زدهکړو ته د اجازې په ورکولو پر طالبانو فشار راوړي او تر دې ډېر پرېنږدي چې افغان نجونې له تعلیم منع کړای شي.
د وړم میلاديکال په ډسمبر کې په کابل کې د ” علماوو مشورتي غونډه” کې له طالبانو وغوښتل شول چې د نجونو ښوونځي پرانیزي، خو په داسې حال کې چې د ديني عالمانو دا غونډه پخپله طالبانو وربللې وه، تراوسه ياده پرېکړه نه ده پلې شوې.