کابل: ( ۲ وری ۱۴۰۳ کوبهانیوز): د غلام خان بندر لاره چې، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د شخړې له امله تړل شوې وه، نن (وري ۲مه) بېرته خلاصه شوه.
په خوست ولایت کې سیمهييزو سرچینو کوبهانیوز ته ويلي چې دا لاره د سوداګرۍ او عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوېده.
خو رسمي سرچینو تر اوسه د عامو خلکو د تګ راتګ د اجازې په تړاو څه نه دي ويلي.
بل خوا د ډیورند کرښې دواړو خواو ته له قومي مشرانو جوړه جرګه چې د سوداګریزو بندرونو د بیرته خلاصېدو په هدف هڅې کوي وايي، د انګور اډې او کورمې ترمنځ د خرلاچي بندر د بېرته خلاصېدو لپاره یې هڅو پايله نه ده ورکړې.
خو دې جرګې ويلي چې تمه لري یاد بندر به هم ډیر ژر خلاص شي.
غلامخان بندر تر تورخم او سپينبولک وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره درېیمه مهمه لار بلل کېږي.
دا بندر په داسې حال کې بېرته خلاصېږي چې تېره ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي و، که طالبان د ده په ټکو “په افغانستان کې د پاکستان ضد مېشتو عناصرو” پر ضد ګام پورته نهکړي، د ګوادر بندر به د افغان سوداګرو پر مخ وتړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خواجه اصف د دې څرګندونو په غبرګون کې ويلي: “د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد و نه کارېږي، هيله ده پاکستان هم دا مساله په پام کې ونیسي.”
تر دې وړاندې طالبانو په ګوادربندر کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په بدل کې، پاکستاني سوداګرو ته په غلامخان بندر کې اجازه ورکړې وه چې د افغانستان له لارې خپل سوداګریز توکي منځنۍ اسیا ته انتقال کړي.
یکشنبه, ۹ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل