کابل(کوبها نیوز) روسیه او چین هڅه کوي د افغانستان مسله او کړکیچ کرارکرار یوځل بیا د ۱۹۹۰مو کلونو په څیر د امریکا او لویدیځ له منګولو را بهر کړي او د سیمه ییزو لوبغاړو پرمیز یې کیږدي.
۳۵ کاله وړاندې افغانستان د کورنۍ جګړې په اور کې سوځیده او روسیې، او چین د کړکیچ د حل ابتکار د ۶ جمع دوه په نوم په داسې جوړښت پرمخ بیوه چې د ۲۰۰۱ تر سپټامبر او د لویدیځ ترمداخلې یې هیڅ ډول مثبت رول ونشو لوبولی.
شپږ جمع دوه مانا د افغانستان شپږ ګاونډیان او دوه پکې روسیه او امریکا د افغانستان د هغه مهال د بربادونکې جګړې پرحل سره جرګه کیدل ، خو د پاشلو او متضادو ګټو له امله افغانستان د سختو او خونړو جګړو ډګر وګرځېد.
هغه مهال پاکستان او ایران د خپلو ګټو په پار په سیمه ییزو ناستو کې له افغانستان سره د نن ورځې په څیر چلند کاوه او قصدا یې نه غوښتل چې افغانستان له نړۍ سره هراړخیزې اړیکې ولري. دا راز یې د کابل پرسر کیدونکې سیمه ییزې ناستې د افغانستان پرضد کارولې او دوامداره هڅې یې کولې چې نړیوال ځواکمن هیوادونه د افغانستان کړکیچ ته لاس رسی ونه لري. لنډه دا چې لوبه یې منحصر کړې وه.
دیرش کاله وروسته د سیمې لوبغاړو بیا له حالاتو سره همغه ډول چلند خپل کړی او ګټه ترې پورته کوي. دوی غواړي چې د افغانستان مسله د لویدیځ له منګولو را وباسي او بیا یې د ۶ جمع ۲ هیوادونو برخه کړي.
د روسیې او چین پر مټ د سیمې هیوادونه غواړي یوځل بیا د ۶ جمع ۲ هیوادونو جوړښت رامنځ ته کړي او له لارې یې د افغانستان پرحالت بحثونو ته زور ورکړي.
په دې برخه کې دا ځل تر پاکستان او ایران، چین او روسیه ډیر فعال دي چې د لویدیځ سیاسي، اقتصادي او نظامي سیالان بلل کیږي. دواړو بیجینګ او ماسکو له تیرو څو میاشتو راهیسې پر افغانستان د واکمنو طالبانو نظر او روابط ورخپل کړي او په زیاتیدونکي ډول دوی د طالبانو غوږونو ته دا خبره ور زمزمه کوي چې لویدیځ د افغانستان په اړه ښه نیت نه لري او د اړیکو تودیدل یې ګنې د دوی په زیان دي. دوی کوښښ کوي طالبان قانع کړي چې ګواکې دوی کولی شي د سیمې په کچه د افغانستان د حالاتو پر سر روغی – جوړې ته ورسیږي. تراوسه داسې ښکاري چې چینایان او روسان په دې لوبه کې بریالي دي او توانیدلي چې د لویدیځ او افغانستان ترمنځ واټن د هرې ورځې په تیریدو سره زیات او د سیمې او افغانستان اړیکې په داسې ډول پراخې کړي چې د رسمیت پیژندلو جرات یې نه لري. د سیمې له هیوادونو سره اړیکې له شک پرته چې د کابل په ګټه دي، خو دغه هیوادونه د دریو لسیزو وړاندې وخت په څیر په افغانستان کې شخصي، سیاسي، قومي، جغرافیایي، اقتصادي او ټولنیزې ګټې پالې چې له کبله یې د افغانستان ناورین لاپسې ژوریږي. دا اوس پاکستان غواړي چې کابل دې له نړۍ سره ددوی له کړکۍ اړیکې وپالي او طالبان دې ددوی په خوښه په کور دننه او بهر ګامونه پورته کړي. ایران غواړي چې لویدیځ له افغانستان نه په بشپړ ډول لاس په سر شي او کابل دوی ته ورخوشی کړي. چین هم له سیمې د لویدیځ د سیاسي او اقتصادي ریښو د ویستو په هڅه بوخت دی. روسیی د منځنۍ اسیا هیوادونه په ولکه کې ساتلي او کله هم په خپل سویلي ګاونډ کې د لویدیځ ګواښ نشي زغملی. د منځنۍ اسیا هیوادونه هم لیوال نه دي چې افغانستان کې دې داسې سیستم او نظام موجود وي چې د دوی او سیمې پرتله دې یې له ځواکمنو لویدیځو هیوادونو سره راشه درشه توده وي. مانا دا چې دوی پرهمدې اوسني نیم ژواندي افغانستان رضا او خوشحاله دي.
دوی ټولو د دوحې په وروستي کنفرانس کې هڅه وکړه چې د لویدیځ او افغانستان اړیکو ته یوه بله ضربه هم ورکړي او ویې کړی شول چې کابل نور هم له لویدیځې نړۍ منزوي او د خپل نفوذ ترچتر لاندې راولي. دا راز روسیه او چین چې دواړه د امنیت شورا غړي دي عملا د امنیت په شورا کې د افغانستان پر سر له لویدیځ سره ښکر په ښکر دی. دې ته په کتو داسې ښکاري چې د جنګ ځپلي افغانستان پر سر هر پریکړه لیک به د روسیې او چین او یا هم د لویدیځ لخوا ویټو کیږي. دا هغه څه دي چې زیان یې عامو افغانانو ته رسیږي او د مخنیوي لپاره یې طالبان باید په دقت او ځیرکتیا سره د حالاتو حساسیت ته پام وکړي او په کور دننه او بهر په خپلو تکلارو کې له قضا کیدو وړاندې لازم بدلون راولي.
د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي
بیجینګ او ماسکو له تیرو څو میاشتو راهیسې پر افغانستان د واکمنو طالبانو نظر او روابط ورخپل کړي. دوی کوښښ کوي طالبان قانع کړي چې ګواکې دوی کولی شي د سیمې په کچه د افغانستان د حالاتو پر سر روغی – جوړې ته ورسیږي. تراوسه داسې ښکاري چې چینایان او روسان بریالي دي او توانیدلي چې د لویدیځ او افغانستان ترمنځ واټن د هرې ورځې په تیریدو سره زیات کړي.