Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»رپوټونه»د مارچ اتمه؛ د افغان مېرمنو پر وضعيت کورنۍ او نړیوالې اندېښنې

    د مارچ اتمه؛ د افغان مېرمنو پر وضعيت کورنۍ او نړیوالې اندېښنې

    امریکا وايي:"په افغانستان کې له ښځو او انجونو سره چلند د غندنې وړ دی."
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۱۸, ۱۴۰۲04 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل: ( ۱۸کب  ۱۴۰۲ کوبها‌نیوز): د مارچ د ۸ مې( ښځو‌ نړیواله ورځ) په رارسیدو سره یو وار بیا په افغانستان کې د ښځو پر حقونو په ډیریدونکو محدودیتونو نیوکې زیاتې شوې دي.

    د مېرمنو د حقونو فعاله یاسیمن غیاثي وايي، په هېواد کې د نجونو ښوونځیي تړل شوي، مېرمنو ته په ادارو کې د کار اجازه نه ورکول کیږي ، پر لوړو زده کړو يې بندیز دی، په رسنيو کې پر ښځینه نطاقانو محدویتونه وضع شوي او د معترضو مېرمنو د لاریونونو مخه نېول کېږي.

    غیاثي کوبها‌نیوز ته وويل: “افغان مېرمنې په خورا محرومیت کې واقع دي او د ټولنې له هرې برخې خذف شوي دي. نړۍ هم دغه وضعیت ویني خو سترګې پرې پټوي” .

    بل خوا، په افغانستان کې د مېرمنو پر وضعیت نړۍ‌والې اندېښنې هم وار په وار په ډیریدو دي.

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت همدا اوونۍ په خپلو څرګندونو کې له افغان مېرمنو سره کېدونکی چلند غندلی دی. د دغه وزارت ویاند متیو مېلر د کب په ۱۴ په خبري غونډه کې وويل: “په افغانستان کې له ښځو او انجونو سره چلند د غندنې وړ دی”.

    تر دې وړاندې د م م د بشري حقونو عالي کمېشنرهم په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنوونکی بللی و. ولکرترک د بشري حقونو نوبتي ناستې ته وويل:”په افغانستان کې مېرمنې د ټولنیز ژوندانه له ټولو حقونو محرومې شوې دي.” خو طالبان بیا وايي، تر واکمنېدو وروسته يې حکومت؛ د دوی په وينا مېرمنو ته تر پخوا ډېر حقونه ورکړي دي..

    د مېرمنو حقونه

    د بشري حقونو مدافعان وايي، په افغانستان کې د مېرمنو وضعيت ورځ تر بلې خرابیږي او دا یوه جدي اندېښنه بولي.

    د افغانستان د ښځو پیوستون د اتحادیې غړې شاکره اسملی وايي: ” افغان مېرمنې له خپلو حقونو محرومې شوې دي، د هغوی غږ باید واوریدل شي”.

    خو له دې سره سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په څو نړیوالو غونډو کې په افغانستان کې د مېرمنو وضعيت تر پخوا ښه ګڼلی دی. امیرخان متقي تېره اوونۍ هم له طلوع‌نيوز خصوصي ټلويزيون سره په مرکه کې د ښځو حقونو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دا مسايل يې د رهبر په فرمانونو کې ذکر شوي دی.  متقي وويل: ” اوس هم تر شپږم ټولګیي دوه عشاریه اته میلیونه انجونې ښوونځیو ته ځي. که موږ د تعلیم مخالف وای؛ نو دا به مو هم تړلي وای. نورو برخو کې هم پرمختګونه لېدل کېږي”..

    بلخوا بیا د مېرمنو د حقونو فعاله نرګس مومند وايي: “درې کاله کېږي چې په افغانستان کې حاکمې ادارې له مېرمنو بشري او انساني حقونه اخیستي، درې کاله کېږي چې د افغان انجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او بلاخر په ټولو برخو کې پرې بندیزیونه او محدیتونه وضع شوي دي”.

    مومند کوبها‌نیوز ته وويل، د طالبانو حکومت بیا بیا ژمنه کوي چې، د انجونو ښوونځي خلاصوي او مېرمنو ته حقوق ورکوي، خو د هغې په ټکو “طالبانو په درې کلونو کې یوازې ژمنې وکړې خو د افغان مېرمنو پر وړاندې یې په توند دریځ کې بدلون رانغی”.

    ضد و نقیض دریځونه

    په هېواد کې د مېرمنو د حقونو او زده‌ کړو پر سر، پخپله د طالب مشرانو دریځونه هم ویشلي دي. 

    د طالبانو د پوهنې او امربالمعروف سرپرستو وزیرانو بیا بیا ويلي چې دوی په هېواد کې اسلامي اصولو ته پابند دي او مېرمنو ته د دوی په ټکو “د اسلام په چوکاټ” کې د هغوی ټول حقونه ورکړل شوي دي.

    خو د روان ۱۴۰۲ ل کال د تلې پر ۶مه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ‌عباس ستانکزي په یوه غونډه کې وويل، تعلیم پر نر او ښځه فرض دی اونجونو ته دې ژر تر ژره د زده کړو زمینه برابره شي.

    تازه د طالبانو یوه پخوانی چارواکي مولوي عبدالسلام ضعیف هم په يوه بیان کې د عصري علومو مخالفان “مرکب جاهلان” بللي دي..

    ضعیف پر خپله اېکس‌پاڼه د عصري علومو پر ارزښت ټینګار کړی او وایي، “هغه کسان چې له عصري علوموسره مخالفت ښيي او یایې د نه اهمیت او کمزوري کیدو لپاره دلایل تراشي، یاخپله په مرکب جهل کې لتاړ دي او یا د اسلام په جامه کې د مسلمانانو شعوري دښمنان دي”.

    غبرګونونه

    د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په خپل تازه راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې  له طالبانو سره په تعامل کې دې بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

    ریچارډ بنیټ د کب په ۱۰ مه په ژنیو کې د م م د بشري حقونو شورا ۵۵ غونډې ته وويل، په افغانستان کې د طالبانو د اقداماتو له کبله مېرمنې له عام ژونده څنډې ته شوي دي.

    خو د طالبانو مشر ویاند ذبیح الله مجاهد د ریچارډ بنیټ د دې راپور په غبرګون ويلي و چې دا راپورګواکې د طالبانو د حکومت پرخلاف د پروپاګند یوه هڅه ده.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    شمالي وزیرستان کې د “النصره” په نامه نوې قطعه جوړه شوې

    کوبها نیوزجوزا ۷, ۱۴۰۳

    د پاکستان نوی ولسمشر؛ اڅکزی که زرداري؟

    کوبها نیوزحوت ۱۹, ۱۴۰۲

    د افغانستان بانک: د افغانۍ ارزښت څه باندې ۱۷ سلنه لوړ شوی

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    د طالبانو حکومت او پاکستان د ګډې امنیتي کمېټې غونډه وځنډول شوه

    کوبها نیوزثور ۲۳, ۱۴۰۳

    ډونالډ لو :متحده ایالات په پاکستان کې وروستي انتخابات خپلواک نه ګڼي

    کوبها نیوزحمل ۱, ۱۴۰۳

    پښتونخوا کې موټربم برید د ۵ چینايي انجنیرانو په ګډون ۶ کسان ووژل

    احسان الله سهاکحمل ۷, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.