دغه پريکړه ليک د ياد سازمان د غير دايمي غړو له خوا چمتو شوی, چې له دواړو لوريو د اوربند,د زندانيانو د تبادلې او بشري مرستو د خلاصون غوښتنه کوي.
امريکا دې پريکړه ليک ته ممتنع رايه ورکړه.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې پریکړه لیک له تصویب وروسته پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې دا پریکړه لیک باید تطبیق شي او خبرداری یې ورکړ چې نه تطبیق به یې نه بښونکي عواقب ولري.
په ورته مهال اسـ.ـراییلو امریکا متحده ایالاتو ته د خپل یوه پلاوي سفر چې ټاکل شوې وه د دغه هیواد د دفاع وزیر په مشرۍ نن واشنګټن ته تر سره شي، ځڼډولی.
اسـ.ـراییلي رسنیو خبر ورکړی ,چې د نتنیاهو حکومت دا پریکړه تیره اونۍ د امریکا له لوري امنیت شورا ته د یوه پریکړه لیک د وړاندې کولو په غبرګون کې کړی چې پکې په غـ.ـزه کې د اوربند او د حـ.ـمـ.اس له لوري د برمته شویو کسانو د خلاصون غوښتنه شوې وه.
شنبه, ۸ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل