واشنګټن (کوبهانیوز)— د افغانستان د بشري حقونو د څارنې برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی ګزارشګر ریچارډ بنټ وایي، طالبان تاوتریخوالی د کنټرول او په ټولنه کې د ويرې اچونې لپاره کاروي.
ریچارډ بنت وایي، بشري حقونه باید یوازې د افغانستان د سياسي اجنډا لپاره نه وي، بلکې بشري حقونه خپله اجنډا واوسي.
ریچارډ بنت د خپلې دندې ددویمې کالیزې په تړاو پیغام کې وایي،” زه پر طالبانو غز کوم چې خپل د بشري حقونو نړيوال مکلفیتونه پوره کړي او پر نړیوالې ټولنې غز کوم چې طالبان د بشري حقونو د وضعیت پام وړ ښه کولو ته وهڅوي”.
د ریچارډ بنټ په باور، له بشري حقونو سرغړونې له حساب ورکولو پرته دوام لري، د خلکو اساسي آزادي تر پښو لاندې کيزي او سوله ییز اعتراضونه په ټپه ولاړ دي.
هغه زیاتوي، ” زه وینم چې د ښځو او نجونو د حقونو نفی کول د ۱۹۹۰ یمو کلونو په څېر نور د طالبانو د سیاستونو ځانګړنه ګرځي. موز د عامه اعدامونو او فزيكي مجازاتو پېښې مستندې کړې. افغانان سولې ته لیواله دي او داسې چوکاټ ته اړتیا لري چې هغوی په خپلې ټولنې تنوع سره تعریف کړي”.
ریچارډ بنټ وایي، چې د افغانستان د بانکدارۍ سیسټم په لویه کچه خراب شوی او بندې شوې مالي شتمنۍ د میلیونونو بېوزله افغانانو ژوند له لا ډېرو ستونزو سره مخامخ کوي.
د ښځو او نجونو د زده کړو او حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو د ځانګړي ګزارشګر دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده په ګډون ددې ډلې ځواکمنې مذهبي کړۍ په دې وروستیو کې د نجونو د زده کړو په اړه “د بحث نه کولو” پالیسي خپله کړې ده.