د ناسا ځیرکه څرخکه چې په فضايي تاریخ کې لومړنۍ الوتونکې وسیله وه چې په بله سیاره کې یې الوتنه ترسره کړه، زیانمنه شوې او نوره به نه الوزي.
ناسا وايي، دې څرخکې د مریخ پر مخ ۷۲ الوتنې ترسره کړي، چې له هغه څه ۱۴ سلنه زیاتې دي چې اټکل یې شوی و. دې څرخکې په مریخ کې زر مریخي ورځې تیرې کړې او ساینس پوهان وایي په دې موده کې یې بې سارې څیړنې کړې.
دې څرخکې (Ingenuity Helicopter) له څیړونکو سره مرسته وکړه چې، په مریخ کې یو لوی سوری کشف کړي او دا ډول یې خورا حیرانوونکي انځورونه اخستي دي.
ناسا وايي، اوس مهال په یوه بله طرح کار کوي چې، په مرسته به یې د مریخ پر سطح نوې څیړنې ترسره کوي.
سره له دې چې څرخکه ولاړه ده او پر ځمکه له کنټرولوونکو سره اړیکه ساتي، وروستۍ الوتنه یې د جنوري پر ۱۸مه وه، چې د کښېناستو پرمهال یې د روټر څوکې زیانمنې شوې.
د ناسا مدیر بیل نلسن د دې څرخکې تاریخي سفر ستايي او وايي: « څرخکې ډېر لوړ او زموږ له هیلو پورته الوتنې وکړې او له ناسره سره یې مرسته وکړه، چې ناشونې چارې شونې کړي».
دې څرخکې د خپل ماموریت پرمهال ګڼ بریالیتوبونه او ننګونې درلودې. څرخکې پخپله د ناستې ځای ځان ته وټاکه، د سنسور پر نیمګړتیاوو بریالۍ شوه، د ګرد او دوړو له توپان او سیلیو بریالۍ ووته او له ۴۸ الوتځایونو یې الوتنې او بیړنۍناستې وکړې.
د الوتنې له پای سره سم، د ناسا اړوند کارپوهې ډلې د څرخکې پر سیسټم څیړنې کړې او پاتې ډیټا او انځوورنه یې له حافظې راښکته کوي. Perseverance مریخغاړې له ځیرکې څرخکې نه په لرې واټن کې پرته ده او د هغې انځورونه نه شي زېرمه کولای.
د Ingenuity څرخکې مدیر ټډي څانیتوس وايي « د مریخ د تاریخ لومړنۍ څرخکه به په راتلونکو فضايي څیړنو کې نه محو کېدونکې نښې پریږدي».
ناسا وايي، چې د ځیرکې څرخکې ماموریت چې د ناسا جي پي اېل له خوا پیل او د ناسا د علمي ماموریت ادارې له خوا یې ملاتړ کېده، د ټکنالوژۍ نبوغ نندارې ته کېښود او د مریخ د راتلونکو څیړنو او موندنو په تړاو یې ارښتناک لیدلوري وړاندې کړل.
دغه رپوټ د ناسا د اعلامیې پر بنسټ د کوبها نیوز د ساینس او ټکنالوژۍ برخې تولید کړی.
جمعه, ۷ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل