جلالاباد (کوبهانیوز) د ننګرهار د سرهرود ولسوالۍ د خښتو په ډېر شمېر بټیو کې کارګرۍ کورنۍ له خپلو ماشومانو سره يو ځای پر شاقهکارونو بوختې دي.
ويل کېږي دغو کارګرو کورنيو له دمخه د خښتو بټیو له مالکانو د ډېرې مودې د کار مزدوري اخیستي او اوس ورسره د ګرو شویو مزدورانو په توګه کار کوي.
دا کورنۍ وايي، د ګرویو د خلاصولو لپاره اړ دي چې، د فاميل ټول غړي يې په کارونو کې ورسره ښکېل وي. ويل کېږي د دغو کورنيو ماشومان د کار کولو له امله ښوونځيو ته نه ځي.
تصویري رپوټ: نورالله شېرزاده – د کوبهانیوز همکار