د هند د دفاع وزیر خبرداری ورکوی چې که ترهګر په هند کې له ترهګریز برید وروسته پاکستان ته وتښتي، هندي ځواکونه به یې په نښه کولو لپاره پاکستان ته ننوځي.
راج نات سنګ له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، نوی ډیلي هڅه کوي له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې وساتي، خو که کوم هېواد هند ته ګواښ پېښ کړي او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د ودې هڅه وکړي، نوی ډیلي به یې پر وړاندې له هېڅ ډول اقدام څخه ډډه ونه کړي.
راج نات سنګ په دې مرکه کې په مشخصه توګه پاکستان ته اشاره کوي او وايي چې که یو ترهګر د هند په خاوره کې ترهګریز برید وکړي او بیا پاکستان ته وتښتي، “موږ به یې د وژلو لپاره پاکستان ته ننوځو.”
په همدې حال کې د هند په استخباراتي ادارې (RAW) کې سرچینو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې د هند حکومت رهبری خپلو امنیتي ادارو ته اجازه ورکړې چې په بهرنیو هېوادونو کې هم د هند د امنیت ضد عناصر په نښه کړي، خو دا عملیات باید د حکومت د رهبری له اجازې وروسته ترسره شي.