Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    جمعه, ۲۳ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»د پاکستاني هوايي بريدونو کې اووه ماشومان او څلور مېرمنې وژل شوي

    د پاکستاني هوايي بريدونو کې اووه ماشومان او څلور مېرمنې وژل شوي

    د طالبانو حکومت وايي، د دې هوايي بريدونو په غبرګون کې يې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او د خوست او پکتیکا ولايتونو اړوند د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يې له پاکستاني پوځیانو سره جګړه کړې‌ده. د طالبانو د دفاع وزارت هم په يوه اعلاميه کې ويلي، په نښتو کې يې د پاکستاني پوځيانو یو شمېر پوستې په نښه کړې دي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۲۸, ۱۴۰۲03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل: ( ۲۸ کب ۱۴۰۲): پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو هوايي تیریو کې اووه ماشومان او څلور مېرمنې وژل شوي او درې ماشومان ټپيان شوي دي. دا هوايي بريدونه تېره شپه ناوخته د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اړوند لمن او د خوست د سپیرې‌ ولسوالۍ په پڅه‌ميله مداخېلو وزیرو سیمو کې شوې دي.

    پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې ګواکې، په دې هوايي بريدونو کې يې د عبدالله شاه مسید په نوم د پاکستان طالبانو د تحریک قوماندان وژلی؛ خو د دې ادعاوو تر خپرېدو وروسته، پر خواله رسنیو د “ټي ټي پي” د دغه قوماندان يوه ویډیو خپره شوه چې نوموړي پکې د ځان په تړاو خپاره شوي رپوټونه بې‌بنسټه بولي او وایي د وزیرستان د شوال په غرنیو سیمو کې اوسیږي.

    د طالبانو غبرګون
    د طالبانو حکومت له دې بريدونو څو ساعته وروسته پر افغان خاوره د پاکستاني الوتکو د هوایي بریدونو پخلی وکړ. ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره خبرو کې ومنله چې پاکستاني الوتکو د افغانستان پر ځينو سیمو هوايي بریدونه کړي، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو یې څه ونه ویل.

    د طالبانو حکومت په يوه اعلامیه کې دا بريدونه “غيرسنجيده اقدام او د افغانستان په حریم تیری” بللی دی.
    په دې اعلامیه کې ويل شوي: “د عبدالله شاه په نامه کس چې پاکستانی اړخ یې په پيښه کې د په نښه کیدو ادعا کوي په پاکستان کې دی.”

    له دې سره هم‌مهال د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپریت ملا یعقوب، خپل تصویر په نظامي یونیفورم کې خپور کړ او څرګنده یې کړه چې د پاکستان د یرغل په ځواب کې يې د ډیورند کرښې پورې غاړې ته د پاکستاني پوځيانو پر پوستو بریدونه کړي او لاهم روان دي.

    کوبهانیوز ته محلي سرچینو وویل چې دا جګړې د خوست په تڼیو، سپیره، د پکتیا ډنډ پټان او د پکتیکا برمل او لواړه اوسنیو سرحدي سیمو کې شوې دي. سرچینې په دې جکړه کې د دوه طالبانو، اوو ماشومانو او څلور مېرمنو د وژل کېدو پخلی کوي، خو ښایي مرګ ژوبله تر دې ډېره وي.
    په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو په دې تړاو خپاره کړي رپوټ کې ويلي چې، له طالبانو سره په نننۍ نښتو کې یو پاکستانی چکپوړی پوځي افسر وژل شوی دی.

    غبرګونونه
    ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه د نړیوالو قوانینو او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.
    فایق په خپله ایکسپاڼه لیکلي: “موږ دغه کړنې په کلکه غندو. د افغان ښځو او ماشومانو وژنه د منلو وړ نه ده او هیڅ امنیتي ګواښ نه شي توجیه کولی”.


    بله‌خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي دا هوايي بریدونه د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا د پاکستان ښکاره سرغړونه بللې ده.
    د کزري له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزی دغه بريدونه په کلکو ټکو غندي او د پاکستان دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو د اړيکو په زيان بولي.

    تر دې مخکې تېر لمریز کال د وري په ۳۰مه نېټه هم پاکستاني جیټ الوتکو د خوست د سپېرې ولسوالۍ پر څلورو کلیو هوايي بريدونه کړي وو. په هغو هوايي بريدونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۴۷ وزیرستاني بېځایه شوي وژل شوي او لږ تر ۲۵ نور ټپيان وو.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    روسیه کې پر کنسرت د برید کوونکو هویت افشا شو

    کوبها نیوزحمل ۴, ۱۴۰۳

    سعودي عرب په ریاض کې د نړۍ په کچه تر ټولو ستر هوايي ډګر جوړوي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    تورخم دروازه د افغان ناروغانو پرمخ خلاصه شوه

    کوبها نیوزحوت ۲۴, ۱۴۰۲

    بلخ کې د رمضان جام په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې

    kadminحمل ۶, ۱۴۰۳

    طالبانو د مسکو برید تروریستي برید وباله

    کوبها نیوزحمل ۴, ۱۴۰۳

    طالبانو حکمتیار ته د کور او دفتر د تخلیې ضرب الاجل ورکړی

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.