Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»د پاکستان دفاع وزیر: « ترهګر له افغانستان څخه راځي»

    د پاکستان دفاع وزیر: « ترهګر له افغانستان څخه راځي»

    د پوځي کارپوهانو اند، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې افغان حکومت او د ناټو او متحده ایالاتو ځواکونو د پاکستان حکومت د افغانستان پر ضد د پاکستاني طالبانو، حقاني شبکې او طالبان پر ملاتړ تورناوه، خو افغانستان کې د جمهوري نظام تر نسکورېدو وروسته، اسلام اباد پر کابل د تور لګولو سیاست په غوره کولو سره غواړي، د ځان پر وړاندې د نړۍ ذهنیت تغییر کړي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    اسلام اباد (کوبا نیوز)- د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، په دغه هېواد کې د ” ترهګرۍ” اصلي سرچینه په افغانستان کې ده.
    نوموړي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې هوکړې له لاسلیک وروسته،په یوه ټویټ کې چې وروسته ډیر مشهور هم شو دغه بریا خورا ستایلې وه، خو واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته یې د دې ډلې د حکومت پر وړاندې مخالف دریځ غوره کړی.
    خواجه محمد اصف د یکشنبې په ورځ د پاکستان په سیالکوټ ښار کې خبریالانو ته وویل: « زموږ پر وړاندې زیاتره ترهګریزې پېښې له افغانستان څخه ترسره کېږي، دا د هغو خلکو له خوا تر سره کیږي ،چې هلته مېشت دي، یو شمېر ترهګر له افغانستان څخه د « ډیورنډ » سرحدي سیمو له لارې خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته دا داخلیږي»
    د پاکستان د دفاع وزیر وايي، چارواکو په تېرو وختونو کې په پاکستان کې د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي وو او اسلام اباد په افغانستان کې هم د هغوی له پټنځایونو خبر و.
    هغه وويل: « موږ په دې اړه له افغانستان سره هم خبرې کړې دي.»
    د پوځي چارو شنونکو په اند، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې افغان حکومت او د ناټو او متحده ایالاتو ځواکونو د پاکستان حکومت د افغانستان پر ضد د پاکستاني طالبانو، حقاني شبکې او طالبان پر ملاتړ تورناوه، خو افغانستان کې د جمهوري نظام تر نسکورېدو وروسته،اسلام اباد پر کابل د تور لګولو سیاست په غوره کولوسره غواړي، د ځان پر وړاندې د نړۍ ذهنیت تغییر کړي.
    تېر کال، په پاکستان کې د« TTP» د بریدونو زیاتوالي د طالبانو له حکومت سره د دغه هېواد اړیکې خړې پړې کړې او اسلام اباد یې د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د افغان کډوالو د ایستلو کمپاین ته اړ کړ.

    Geo

    د پاکستان د دفاع وزير په شمالي وزيرستان کې وروستي بريد ته په اشارې، چې اووه پاکستاني پوځيان پکې ووژل شول وويل ، چې د دغو بريدونو يو شمېر عاملين موندل شوي او اسلام اباد دغه موضوع له طالبانو سره شريکه کړې ده.
    هغه زیاته کړه: « پاکستان یو خپلواک هیواد دی او هغه افغانان چې غواړي پاکستان ته ننوځي کولای شي دسفر په معتبرو اسنادو،لکه پاسپورت او ویزې له لارې پاکستان ته داخل شي.
    د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور په اړه د پاکستان د حکومت ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې اسلام اباد باید خپلې امنیتي ستونزه په خپل هېواد کې حل کړي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د بحرین ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

    کوبها نیوزثور ۳, ۱۴۰۳

    مولوي هبت الله طالبان ځانمرګو او تبلیغاتي جګړې ته وهڅول

    کوبها نیوزحمل ۲۲, ۱۴۰۳

    حامد کرزي او عبدالله عبدالله د ایران او اسرائیلو ترمنځ د کړکیچ د سوله ییز حل غوښتنه کړې ده

    کوبها نیوزحمل ۲۶, ۱۴۰۳

    د افغانستان د فوټبال لیګ دریم پړاو په کابل کې پیل شو

    کوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳

    طالبان د کوکنارو له منځه وړو کې له ولسي مقاومت سره مخ دي

    کوبها نیوزثور ۱۵, ۱۴۰۳

    د طــالبانو د مشر اختریز پیغام کې د نجونو تعلیم ته هیڅ اشاره نه ده شوې

    کوبها نیوزحمل ۱۸, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.