پاکستان کې د یوه ناتوانه حکومت د کار له پیل سره د پاکستانیانو اندیښنې نورې هم زیاتې شوې او فکر کوي چې دړې وړې اقتصاد به یې نور هم ورسره تالا والا او پاکستان به په بشپړ ډول د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) په درشل کې ودروي.
پاکستان کې د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیک نواز او د زرداري په مشرۍ د خلکو ګوند رامنځ ته شوی ایتلافي حکومت په سیاسي، اقتصادي او ټولینز ډګر کې خورا کمزوری بلل کیږي او ډیر په دې باور دي چې پردغو ټایرونو ممکن پاکستان پنځه کاله مزل ونشي کړئ. خو د همدغو ډلو پلویان فکر کوي چې که په ټاکنو کې هرڅومره درغلۍ شوي وي، خو پاکستان کې ډیموکراسۍ ګټلې او د یوه ملکي حکومت ستنې ددوی په باور ودرول شوې چې مخالفین یې سولیدلې زړې کاریدلې ستنې بولي چې د یوې په متیدو او غورځیدو سره به رامنځ ته شوی حکومت له منځه ولاړ شي.
واک د پیپلز او مسلم لیک ترمنځ د ترلاسه شویو څوکیو په کچه ویشل شوی چې لومړۍ وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، ددفاع وزیربه د لیک له ډلې، خو ولسمشر چې په پاکستاني سیستم کې سمبولیکه څوکۍ ده د پیپلز او ممکن د کورنیو چارو وزارت په ګډون څو نور وزارتونه به هم ددوی برخه وي.
په کور دننه او بهر ډیر په دې باور دي چې په پورونو کې ډوب پاکستان ددغو ایتلافي واکمنو سیاستوالو له کبله نور هم د پولی ټک ته کیني او وبه نشي کړۍ چې له پور کولو پرته پاکستان اداره او چارې یې تنظیم کړي. پاکستان نه یوازې په کور دننه له لوی سیاسي کړکیج او پاشل کیدو سره لاس ګریوان دی بلکې تردې لویه ستونزه یې اقتصادي او معاشي حالات دي چې د پاکستان د نقشې بدلولو ګواښ یې رامنځ ته کړیدی.
د ای ایم ایف پورونه
د پاکستان دمرکزي بانک د شمیر پراساس دغه هیواد دا مهال نژدې ۹۰ میلیارد ډالره پورهوړیدی.
تیرکال دغه مهال چې شهباز شریف د پاکستان لومړۍ وزیر او بلاول بوټو یې د بهرنیو چارو وزیر وو، پاکستان ۸۵ اشاریه ۱۸۰ میلیارد ډالره پوروړی وو، خو شپږمیاشتې وروسته پرې ۱،۲ میلیارد ډالره نور هم ور اضافه شول. ددغه اضافه پور څه باندې ۵۰۰ میلیون ډالره چین او څه باندې ۳۰۰ میلیون ډالره سعودي ورکړل.
د پاکستان ستونزه ښکاره ده، یوخوا یې پورونه لوړیږي، بلخوا یې عواید په کمیدو دي چې ددې ښکاره ناورین دمخنیوي لار له ټولو ورکه ده چې ورسره د پورونو بیرته ورکړه ناشونې شوې.
پاکستان باید په راتلونکو ۸ میاشتو کې ۲۷ میلیارده او د۲۰۲۵ کال ترپایه ۷۳ میلیارد ډالره پورونه بیرته ادا کړي چې د اوسني پاکستان، پوځ او رامنځ ته شوي حکومت لپاره په نا ممکناتو کې حسابیږي.
نوي لومړي وزیر یې له ټاکل کیدو سره سم د پیسو له نړیوال صندوق سره خبرې پیل کړې چې نور پور ورکړي او د بیرته ورکول کیدونکو پورونو په ورکړه کې ورسره مرسته وکړي.
IMF له وړاندې پاکستان ته یولړ شرایط ټاکلي چې د تیلو او ګازو د بیو لوړول یې په سرکې راځي چې د پاکستان د عوامو ملا غوټه ماتوي. پاکستان ۲۲ ځلې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پورونو د ترلاسه کولو په بدل کې د اقتصادي اصلاحاتو ژمنه کړې خو هرځل پکې ناکام شوی او دادی د ۲۳ ځل لپاره هم له ورته ژمنې سره په خبرو بوخت دی.
په دې ریفورمونو کې شهباز شریف ژمنه کړې چې د جون تر ۱۵ نیټې به د پاکستان دولتي هوايي شرکت PIA پلوري او خصوصي کوي به یې. که پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق خبرې بریالۍ شي نو IMF به عملا د پاکستان بودیجه ډیزاینوي او پر بنسټ به یې نوی کمزوری ایتلافي حکومت پر خپلو خلکو هغه عملي کوي چې د توکو د بیو د لوړوالي طوفان ورسره راتلونکی دی چې په لویه کې د پاکستان لړزیدونکي بقا او پایښت له منځه وړي.
د ای ایم ایف په اړه مشهوره ده چې د هیوادونو بډوډي وباسي او چې بډوډي یې ترې وویستل نو په اسانۍ سره یې ژوند پای ته رسیږي.
یو حکومت دوه نظامونه
پاکستان کې اوس دوه نظامونه چلیږي، چې ملکي حکومت یې د خلکو لپاره د ژوند او روزګار د برابرولو د ورکې لارې په موندلو پسې ستړی دی او هڅې کوي چې د پورونو یوازینی ورپاتې سیستم تنظیم کړي، خو بلخوا بیا نظامیان بهرنۍ اړیکې سمبالوي او له دې ټولو کورنیو اقتصادي فشارونو بیغمه مزې کوي.
په سیمه کې دافغانستان، هندوستان او چین او ایران په ګډون ټول بهرنۍ سیاست یې د پوځ په لاس کې دی چې د نوي حکومت په راتلو سره ممکن بدلون پکې رامنځ ته نشي، او ښکاري چې شهباز شریف د لوړې له مراسمو راهیسې د خپل ایتلافي حکومت د بهرنۍ پالیسۍ په اړه روښانه څه ندي رامخې ته کړي.
امریکا له اسلام اباده غوښتي چې له کابل او نوي ډیلي سره اړیکې ښې او له بیجینګ او تهران سره سړې کړي. پوځیان هڅه کوي چې له ایران او افغانستان سره د را پیدا کیدونکو شخړو پر اساس اړیکې خرابې او بهانه برابره کړي او له چین څخه دومره پوروړی دی چې خپله غاړه د هغوی له چړې نشې لرې کولی.
اوس نو د پاکستان د بقا لار نه له پوځیانو سره ښکاري او نه له ملکي سیاستوالو سره داسې څه شته چې دغه غریب او له ترهګریز فکر ډک هیواد دې پرې وژغورل شي. پوځیان یې په سیمه کې د نوې لوبې د موندلو په لټه کې دي چې لویدیځوال پکې را ښکیل کړي.
د پوځ مشر یې واشنګټن سر غوږ وجنګاوو چې که وکولی شي پر افغانستان کومه نوې ډرامه پیل کړي، خو واشنګټن اوس مخامخ له کابل سره اړیکې پالي او اسلام اباد ته پکې اړتیا نه ویني. پاکستاني جنرالان هڅه کوي چې په سیمه کې د داعش او پاکستاني طالبانو لوبه توده او د یوه سیمه ییز او نړیوال ګواښ په توګه یې رامخې ته او د پیسو د ترلاسه کولو یو درک پیدا کړي.
بلخوا اسلام اباد کې واکمنو پوځیانو له امریکا سره منلې چې د پیسو په مقابل کې به یوکراین ته ارزانه وسلې برابروي او د هغوی تر پولو یې د رسیدو لپاره د لویدیځ د سیاسي او مالي ملاتړ غوښتنه کړې. که پاکستان دغه پروژه ورخپله کړه، ممکن میلیاردونه ډالره ورخپل کړي، خو په مقابل کې به یې د ماسکو او چین له مخالفت سره مخامخ کیږي چې په اوږدمهال کې د پاکستان لپاره زهر دي.