کابل( ۱۹ کب ۱۴۰۲) اصف زرداري په ټاکنو کې د خلکو ګوند او ملاتړو ګوندونو نوماند دی، په داسې حال کې چې نوموړی د سني اتحاد شورا له نوماند محمود خان اڅکزي سره مخامخ دی.
د پاکستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره به د ټاکنو کمیسیون رییس (چیف الیکشن کمشنر مسوول مامور وي، په ملي او ایالتي اسمبلیو کې به د سهار له ۱۰ بجو نه تر مازیګر څلور بجو پورې رایې اچول کېږي.
د ولسمشر ټاکنه د الیکټورل کالج له لارې ترسره کېږي، چې له مخې به یې د ملي شورا ( قامي اسمبلۍ)، مشرانو جرګې(سېنېټ) او بلوچستان اسمبلۍ د غړو رایې یو یو شمېرل کېږي. خو د پنجاب، سند او خیبر پښتونخوا اسمبلیو کې د نوماند رایې د بلوچستان اسمبلۍ د ټولو رایه ورکوونکو سره ضرب کیږي او د اړوند اسمبلۍ په ټولو رایو تقسیم کیږي او د نتیجې شمېره به د اړوند نوماند رایې شمیرل کیږي.
د جیو ټلویزیون د رپوټ پر اساس، هغه کاندید چې ډیرې رایې ترلاسه کړي د پاکستان ولسمشر به وي خو که دواړه نوماندان مساوي رایې ترلاسه کړي، پریکړه به د پچې اچولو په واسطه کیږي.
شنبه, ۸ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل