Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د پاکستان یو تجارتي پلاوی کابل ته راځي

    د پاکستان یو تجارتي پلاوی کابل ته راځي

    د دوشنبې ورځې په غونډه کې به کراچۍ کې د افغان سوداګرو د کانټینرونو پر ځنډ، د ویزو پر ستونزو، سرحدي ګمرکي ستونزو او د تازه مېوو او سبزیو د صادراتو په اړه خبرې وشي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نيوز)- ټاکل شوې د دوشنبې پر ورځ د پاکستان د سوداګرۍ وزارت يو پلاوى کابل ته په دوه ورځني سفر راشي.

    د ‏‎پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وتیي، د سوداګرۍ وزارت د معیین محمد خرم اغا په مشرۍ د دوى پلاوى به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړي.

    کابل کې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت هم منلې ده چې ددوشنبې په ورځ د پاکستاني پلاوي کوربه دي.

    پاکستان له اوږدو کلونو راهیسې د افغانستان پر وړاندې د سوداګریزو فشارونو پالیسي غوره کړې، په ځانګړې توګه د ترانزیتي لارو او مهمو بندرونو تړل، چې له امله یې د سوداګرۍ بهیر د بې باورۍ او خنډ او د چابهار بندر ته د افغانستان د رجوع لامل شوی دی.

    د دوشنبې ورځې په غونډه کې به د افغان سوداګرو د کانټینرونو پر ځنډ، د موټرچلوونکو د ویزو پر ستونزو، سرحدي ستونزو او د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو په اړه خبرې وشي.

    د غټو کانتینرونو د ترانزیت لپاره د اسنادو په تړاو د پاکستان وروستیو تګلارو او د پاکستاني ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې د افغان موټر چلوونکو لپاره قوانینو سختولو د افغان سوداګرو ستونزې دوه چنده کړې او د ورځې له ۱۵۰۰ تر دوه زره لارۍ مالونه اوس خپل حد اقل کچې ته رالوېدلي.

    په ورته وخت کې د پلاوي سفر په داسې وخت کې دی چې د کابل او طالبانو حکومت ترمنځ اړیکې تر هر بل وخت ډېرې ترینګلې شوې دي.

    پاکستان د تېرې دوشنبې پر ورځ پر افغان خاوره هوايي بمباري وکړه، چې ولسي خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله. طالبانو يې غبرګون کې د پاکستان په پوځي تاسيساتو بريدونه وکړل او یو شمېر تجارتي لارې وتړل شوې.

    دې ته په کتو داسې اټکل دی چې دغه ټيټپوړی پلاوى به په دې تاوجن وضعیت کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د تجارتي اړیکو په غوړولو کې مهمې پرېکړې ونه کړای شي.

    د پاکستان دفاع وزير او نورو سياستوالو له وړاندې ويلي چې که طالبان خپله جغرافيه کې ددوی په وینا، د پاکستاني طالبانو پرضد ګام وانخلي دوى به له هند سره د افغانستان سوداګريزه لار وتړي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    طالبانو پر ډیورنډ کرښه نوي سرتېري ځای پر ځای کړي

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    ازبکستان د طالبانو د سفیر منلو ته تیاری ښودلی

    کوبها نیوزحوت ۲۲, ۱۴۰۲

    پاکستان شمالي وزیرستان کې عملیاتو ته تیاری نیسي

    کوبها نیوزثور ۲۸, ۱۴۰۳

    افغانستان د اسیا جام سیالۍ له یوې ماتې سره پیل کړی

    کوبها نیوزحمل ۳۰, ۱۴۰۳

    کابل کې د شخصي یونیفورم لرونکو کسانو له خوا د خلکو تلاشي کېدل

    کوبها نیوزحمل ۲۸, ۱۴۰۳

    ملګري ملتونه په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۶۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري

    کوبها نیوزحمل ۱۸, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.