کابل (کوبها نیوز) – افغانان له نن څخه نه پنځه لسیزی وړاندې د کډوالو له پدیدې سره اشنا شول، خو څلور ویشت کاله وړاندې د دغو کډوالو لوی شمېر ته دا زمینه برابره شوه چې خپل وطن ته ستانه شي، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو لاسته د کابل تر سقوط وروسته سلګونه زره افغانان بیا د خپل هیواد پریښودو ته اړ شول.
دا ځل افغانان یو خوندي ځای ته د رسیدو او په خپل هیواد کې له اقتصادي ستونزو څخه د خلاصون په موخه مهاجر شول.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د راپور له مخې، اوسمهال په ټوله نړۍ کې څه باندې اووه میلیونه افغان کډوال راجستر دي، چې د پام وړ شمیر یې په پاکستان، ایران او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې ژوند کوي او له پر دی سربېره سلګونه زره نور هم په افغانستان کې دننه له خپلو سیمو بیځایه شوي.
پاکستان او ایران د زیاتو افغان کډوالو کوربه دي. دواړه هیوادونه د کافي منابعو په برابرولو او د دغو کډوالو د ملاتړ په برخه کې له ډیرو ننګونو سره مخامخ دي.
په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې د موقتې استوګنې اسناد لري او یو شمېر بې اسنادو یي زده کړو، روغتیایی خدمتونو او د کار فرصتونو ته د محدود لاسرسۍ سره ژوند کوي او دریم هېواد ته د دوی د پناه غوښتنې د پروسې په تمه دي.
په ایران کې ډېری افغان کډوال په ټيټ معاش او په سختو شرایطو کې کار کوي.
اروپایي هیوادونه هم د افغان پناه غوښتونکو د راتګ شاهدان دي، په ځانګړې توګه واک ته د طالبانو له بیا ستنیدو وروسته د پناه غوښتونکو ورتګ ډیر شوی دی.
د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د پناه غوښتونکو په مسله کې سره ویشل شوي ، ځینې د پناه غوښتونکو هرکلی کوي او نور د سختو سرحدي شرایطو پلي کول غواړی.
جرمنی چې په دی برخه کې د پام وړ فعال وو، په زرګونو افغان کډوالو ته یي پناه ورکړی او د ادغام پروګرامونه یی ورته وړاندې کړي.
د افغان پناه غوښتونکو کیسې د مقاومت او کړاوونو ښودنه کوي چې دوی یې زغمي.
۳۶ کلنه فاطمه چې پخوا په کابل کې ښوونکې وه، اوس په یونان کې د کډوالو په یوه کمپ کې ژوند کوي. نوموړې وايي: “ما له افغانستان څخه د وتلو پرته بله چاره نه درلوده. په افغانستان کې پاتې کېدل زما او زما د کورنۍ لپاره امن وو. ځکه طالبانو زه له دندی وشړلم او زما مېړه چې پخوا د پولیسو افسر و، د مرګ له ګواښ سره مخ شو.”
د بشري حقونو مدافعین د افغان مهاجرینو او کډوالو مسلی ته د یو همغږي او بشري نړیوال ځواب غوښتنه کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر، فیلیپو ګراندي په دې وروستیو کې د کډوالو او مهاجرینو ته د رسیدو لپاره د نړیوال پیوستون پر زیاتوالي او د مسوولیتونو پر ویش ټینګار وکړ او ویې ویل: “افغانان په دې بحران کې یوازې نشو پریښودلای. نړیواله ټولنه دی د هغوی د ساتنې او ملاتړ لپاره ځانګړي اقدامات وکړي.”
د ډېرو افغان کډوالو راتلونکې ناڅرګنده ده. ځکه چې دوی له یو ناڅرګند برخلیک قانوني ناڅرګندتیا، لومړنیو خدماتو ته محدود لاسرسی او تبعیض سره مخ دی.
په داسې حال کې چې کابو درې کاله تېر شوي چې کابل یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېد، د افغان کډوالو د ملاتړ او د هغوی د حقونو د تضمین لپاره دوامداره نړیوالې ژمنې ته بیړنۍ اړتیا ده.
ځکه چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د دوی د اخراج له خطر سره سره، اروپايي هېوادونو په تېره بیا جرمني په دې وروستیو کې ګواښ کړی چې له دغه هېواده د ځینو افغان کډوالو د ایستلو په اړه به د افغانستان له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره هوکړې ته ورسېږي.