کابل (کوبها نیوز، وری ۲، ۱۴۰۳): د افغانستان په سړو سيمو کې د پسرلي او نوي تعليمي کال له پيلېدو سره هممهاله او له څه باندې ۹۰۰ ورځني انتظار سره سره، له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې شوې.
په کابل کې يو شمېر ښځينه زده کوونکې له کوبها نيوز سره په خبرو کې وایي، چې ځانونه د خپلو کورنيو د اوږو بار ګڼي، ځکه ښوونځيو ته له تلو پرته بې سواده پاتې کېږي او د ښې راتلونکې هيله نه لري.
د کابل په کارته نو کې د سید نور محمد شاه د نجونو د لېسې زده کوونکې، زرمینې کوبها نیوز ته وویل چې د ښوونځیو د پرانستلو په اعلان کې ځنډ د هغې کورنۍ هم نه شي کولای چې د هغې ملاتړ وکړي: «ما یو کال مخکې شپږم ټولګي خلاص کړ. له هغه وروسته مې اجازه نه درلوده چې ښوونځي ته لاړه شم، پلار مې سږ کال په کور کې راته ښوونکي ونیوله، شپږ میاشتې مې په کور کې د اووم ټولګي ساینسی کتابونه زده کړل، خو پلار مې څلور میاشتې مخکې تقاعد شو او پیسې مو نه درلودې. درې میاشتې کیږی ښوونکي نه راځی او په کور کې له زده کړو هم بې برخې شوم، هیله مې دا وه چې سږ کال به ووم ټولګي ته د تلو اجازه راکړي، خو د نجونو د ښوونځیو په تړلو سره زموږ هیلې او ارمانونه له منځه ولاړل.”
د زرمينې کورنۍ وايي چې د نجونو لپاره د ښوونځيو په تړلو سره يې په حقيقت کې د خپلو نجونو او هلکانو ترمنځ د بې عدالتۍ احساس کړى او د خپلو لوڼو کړاو او انديښنو په لیدو سره په رواني ستونزو اخته شوي.
د زرمینې پلار نوراغا، چې په مالیې وزارت کې یی کار کوه او په دې وروستیو کې تقاعد شوی، د خپلو دوو لوڼو له ناڅرګندې راتلونکې زوریږی، خو د تېر په څېر د خپلو لوڼو د ملاتړ لپاره مالي امکانات هم نه لري: “ښه وه، دولتي ښوونځي وو او وړیا وو، زموږ ماشومان به تلل او موږ به له اقتصادي ستونزو سره مخ نه وو، اوس یې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي او په کور کې ښوونکو ته د معاش د ورکولو توان نه لرو. د نجونو د بې سواده پاتې کېدو ترڅنګ، د راتلونکي په اړه د اندېښنې له امله د دوی رواني ستونزې زموږ لپاره لوی سرخوږی ګرځېدلی، ځکه زموږ ماشومان به د زده کړې او روغتیا دواړه نعمتونه له لاسه ورکړي.”
دا یوازی نجونی نه دي چې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله له رواني ستونزو سره مخ شوي او د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښمنی دي.
د کابل ښار د عایشی دراني لېسې ښوونکې، پروین فرمولی کوبها نیوز ته وویل، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو لپاره هیڅ ډول قانع کونکی دلیل نشته، ځکه د دغو ښوونځیو چاپېریال له افغاني کلتور او اسلامي شرایطو سره سم دی: « ښوونځيو ته د نجونو د ستنېدو ټول شرايط موجود دي، هو، د اسلامي امارت له راتګ څخه مخکې هم زموږ له شپږم څخه تر دوولسم ټولګي پورې ټولې ښوونکې ښځي وې او زموږ اداري کارکونکي ښځي وی، که څه هم چې زموږ معاشونه راکول کېږي. خو ښوونځي ته د نجونو پر تګ ممانعت زموږ لپاره هم ستونزی پیدا کړی، ځکه موږ هم په کور کینول شوی یو.”
له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو له تړل کېدو څه باندې ۹۰۰ ورځې تېرېږي، خو د طالبانو له پرله پسې ژمنو سره سره چې د نجونو په ښوونځيو کې د سالم اسلامي چاپېريال په رامنځته کولو سره به دغه ښوونځي بیرته پرانیزی، خو تر اوسه يې حکومت په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی کړی.
د ښوونځیو د تړلو په اړه د نړیوالې ټولنې د سختو نیوکو ترڅنګ، د هېواد عام وګړی او د افغانستان مشهور دیني عالمان هم په دې برخه کې د طالبانو د حکومت توجیهات بې بنسټه او د انتقاد وړ بولي.