Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د یوې سروې پایلې: په افغانستان کې متشبثې ښځې د پورونو تر بار لاندی دي

    د یوې سروې پایلې: په افغانستان کې متشبثې ښځې د پورونو تر بار لاندی دي

    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۲۹, ۱۴۰۳04 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبهانیوز) – د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په افغانستان کې د سوداګرو ښځو د سوداګرۍ په اړه يوه سروې ترسره کړې او د هغوى عايد او کاري وضعيت يې څېړلى دى.

    په افغانستان کې له ۳ زره او ۱۰۰ ښځینه متشبثینو څخه چې په دې سروې کې ورسره مرکې شوې، ۴۱ سلنه یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) کارکوونکو ته ویلي چې د خپلې سوداګرۍ د پرمخ بیولو لپاره یې پور اخیستی دی.

    له دغو څه باندی ۳۰۰۰ ښځینه متشبثینو له ډلې څخه یوازې پنځه سلنه یې د بانکونو او پور ورکوونکو مالي بنسټونو شرایط پوره کړي او پورونه یې ترلاسه کړي، خو ۹۵ سلنه یې د سوداګرۍ د پرمخ بیولو لپاره له خپلو دوستانو او د کورنۍ له غړو څخه پور اخیستی دی.

    د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام استازی سټيفن روډريكز وايي: “ښځې له پخوا راهيسې په افغانستان كې د خپلو كورنيو د مالی ملاتړي وي او د خپلو سیمو په اقتصادي ثبات كې يې مهم رول لوبولى دى، اوس دوى د نړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتيا لري. ځکه چې د افغانستان راتلونکې په دوی پورې اړه لري.”

    په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو حکومت په دولتي ادارو او په اکثرو نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، خو په رسمي ډول یې د ښځو پر سوداګرۍ او پانګونې بندیز نه دي لګولی.

    اویا سلنه میرمنو چې دې سروې ته یې ځواب ورکړی ویلي چې طالبانو دوی په سیمه ایزو بازارونو کې له ګډون څخه منع کړي او له محرم پرته د سفر کولو څخه یې منع کړي ترڅو له افغانستان څخه بهر خپل سوداګرۍ ته وده ورکړي.

    زرقا محبي چې په بلخ ولايت کې د صدف په نوم د جامو ګنډلو د یوه شرکت مشري کوي، کوبها نيوز ته وويل چې دغه شرکت يې له يوې مالي موسسې څخه د ٣٤زره امريکايي ډالرو په پور اخيستلو جوړ کړى دى.

    اغلې محبي وايي، که څه هم خپل پور یې ادا کړی، خو د خپلو کارکوونکو د معاش په ورکولو کې له ستونزو سره مخ ده: “ما په ۲۰۱۷ کال کې د جامو ګڼډلو یو شرکت جوړ کړ او په ۲۰۲۲ کال کې مې پور ادا کړ، په لومړیو پنځو کلونو کې کارونه ښه و. ځکه چې پخوا به مو خرڅلاو ښه وو او سوداګرو به زموږ ګڼډلی کالي بهر ته وړل، خو اوس کورنی بازار نه شته، خو دا چې د ښځینه جامو خیاطانی ډیري شوي، زموږ عاید هم ورسره کم شوی دی. “

    مېرمن محبي وايي، د صدف د جامو په شرکت کې ۲۷ مېرمنې کار کوي، که څه هم ډېری یې اوس په خپل کار کې استاداني دي، خو دا د عاید د کموالي له امله نشي کولی د دغو مېرمنو تنخوا لوړه کړي.

    په کابل کې د افغانی ګند د ګنډلو د ورکشاپ مالکه زرمینه خپلواک د پور ورکونکو موسسو له نشتوالي شکایت کوي.

    اغلې خپلواک کوبها نیوز ته وویل، د پور ورکونې موسسې نشته او بانکونه هم ښځو ته پورو نه ورکوي: “په افغانستان کې دننه بازار نشته، سوداګر په میاشت کې فرمایشونه ورکوي او زموږ تولیدات امریکا، استرالیا او اروپا ته لېږي. ما غوښتل په جرمني او امریکا د افغاني ګند دوه څانګي پرانیزم، خو چا ماته پور رانکړی.”

    مېرمن خلواک وايي، چې د افغاني ګند په برخه کې مسلکي کارکوونکي کم دي او له يوه سوداګر څخه يې د پور په اخيستو سره يوازې اووه کارکوونکي په دنده وګومارلي.

    د پورونو په ترلاسه کولو کې د ښځینه متشبثینو د ستونزو په اړه مو د افغانستان بانک نظر وپوښت، خو د دغه بانک ویاند حسیب الله نوري د دغه راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنو ته ځواب رانکړ.

    تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویلي وو چې دوی د ښځو له پانګونې او سوداګرۍ ملاتړ کوي او له بهرنیو بنسټونو غواړي چې د ښځو د تشبث د ودې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

    افغانستان سوداګری، افغانستان، پر ښځو محدودیتونه، د ښځو سوداګری، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    عزیزي: عشق‌اباد له کابل سره د سوداګرۍ ډېرېدو ته لېوالتیا لري

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    د مسلمانانو نړیوال لیګ: طالبان اسلامي نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکوي

    کوبها نیوزحمل ۱۵, ۱۴۰۳

    اټکل کېږي چې د اپريل پر اتمه به لمر تندر ونیسي

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    حکمت‌یار: افغانان فکر کوي چې امریکایي ډالري كڅوړي د هیواد د فضا پیرلو بیه ده

    کوبها نیوزحمل ۲۳, ۱۴۰۳

    نهم افغان لوبغاړی د هند کرکټ لیګ کې شامل شو

    کوبها نیوزثور ۵, ۱۴۰۳

    په جرمني کې دوه افغانان له داعش سره د تړاو په تور نیول شوي

    کوبها نیوزحوت ۲۹, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.