د تکواندو نړیوال فدراسیون د پارا تکواندو کمیټې اعلان وکړ چې ذکیه خدا دادي، د تکواندو افغان لوبغاړې چې اوس مهال فرانسه کې اوسیږي، د خپلې روسۍ سیالې په ماتولو سره د سرو زو مډال وګاټه او د پاریس پارا المپیک سیالیو ته یې لار پیدا کړه.
دې افغانې تکواندو کارې په یادو سیالیو کې د کډوالو د لوبډلې له ادرسه ګډون کړی و او وې کړای شول ۱۶ د ۱۴ په وړاندې خپلې روسۍ سیالې کارواول شولبانا ته ماته ورکړي.
د تکواندو دغه سیالۍ د جمعې په ورځ د بلغاریا هیواد په صوفیا ښار کې د اروپایي هیوادونو د پارا تکواندو کارو ښځو په ګډون ترسره شوې. ذکیه خدا دادي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې خپل ګټلی د سرو زرو مډال افغان میرمنو ته چې له خپلو حقونو بې برخې دي، ډالۍ کوي.
شنبه, ۱۵ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل