مسکو (کوبها نیوز): د روسیې د بهرنیو چارو او د عدلیې وزارتونه په یوه داسې پلان کار کوي چې پر اساس به یې مسکو طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وباسي او د طالبانو د حکومت پر چارواکو به ځینې بندیزونه لرې کړي.
روسي مجلې (Газете.Ru) د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د سرچينو له قوله ليکلي، چې د بهرنيو چارو وزارت او د عدليې وزارت اوس پر دغه پلان کار کوي او که نهايي شي، د طالبانو نوم به د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وویستل شي.
دغې سرچینې روسي مجلې ته ویلي: “د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو تر څنګ د روسیې د حکومت یو شمېر نورې ادارې هم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم د ایستلو پر پلان کار کوي، خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د روسیې د حکومت رهبری کوی.”
روسیې په ۲۰۰۳ کال کې وروسته له هغی طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو نظامي کړنې او فعالیتونه تروریستي اعمال وبلل.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ (اپریل لومړۍ) روسي رسنیو ته وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت چارواکو ته بلنه ورکړې چې د اسلامي نړۍ په سرمشریزه کې چې د مسکو په کوربه توب ترسره کیږی ګډون وکړي.
د اسلامي نړۍ سرمشریزه د روسيې په کوربه توب د روان کال د مې د مياشتې له ١٤مې نيټې څخه تر ١٩مې نيټې پورې د روسيې په کازان ښار کې جوړيږي او په لړ کې یی د اسلامي هېوادونو د حالاتو، د دغو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو، په تېره بيا د غزې د حالاتو په اړه به خبرې اترې وشي.
کابلو ویلی، روسیه او طالبان په منظم ډول د ترهګرۍ ضد فعالیتونو په برخه کې سره په اړیکه کې دي، خو نوموړي د دې همکارۍ د مشخصو مواردو یادونه ونه کړه.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا راستنیدو سره، روسیه یو له هغو څو هېوادونو څخه وه، چې په افغانستان کې یې خپل سفارت پرانیستی وساته.
خو مسکو په پرله پسې ډول ټینګار کړی چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته اوږده لاره پاتې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ۱۴۰۲ کال د دلو په ۱۴ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې مسکو به د طالبانو حکومت تر هغه په رسمیت ونه پیژني تر څو چې د بشري حقونو او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې خپل سیاسي مکلفیتونه نه وي پوره کړي.
معلومه نه ده چې روسیې ولې په ناڅاپي توګه د ترهګرو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه غور پیل کړ، خو ظاهراً تېره اوونۍ په مسکو کې د کنسرت پر تالار د داعش ډلې برید روسیه دې ته اړ کړه چې د داعش پر وړاندې جګړه کې د طالبانو همکاري ترلاسه کړي او په دی برخه کې د طالبانو حکومت ته ځینو امتیازونه ورکړئ.