Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»روسیه: غواړو له طالبانو سره پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړو

    روسیه: غواړو له طالبانو سره پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړو

    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۱۴, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    د روسیی د ولسمشر ویاند د نومبر په ۲۵ په مسکو کې په یوه خبری کنفرانس کې د خبرو په مهال، Sergei Karpukhin\TASS via Getty Images
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    مسکو (کوبها نیوز) – روسیه وايي، افغانستان دغه هیواد ته نژدې پروت ملک دی او مسکو غواړي چې د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر ورسره په اړیکه کې واوسي.

    د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف نن سه شنبه رسنیو ته وویل چې دوی د طالبانو له حکومت سره د اړیکو هڅې پیل کړې او غواړي چې پر “مهمو مسالو” ورسره خبرې وکړي.

    پیسکوف وايي: “افغانستان موږ ته نږدې پروت هیواد دی او موږ په یوه او بله لار ورسره اړیکه ساتو. موږ اړ یو چې یو لړ مهم مسایل حل کړو او دا خبرو ته اړتیا لري. نو د همدې لپاره موږ د نورو هیوادونو په څیر له دوی (طالبانو) سره په اړیکه کې یو، ځکه هغوی پر افغانستان حاکم دي.”

    خو د روسیې د ولسمشر ویاند د ده په ټکو د “مهمو مسالو” په اړه چې مسکو غواړي په اړه یې له طالبانو سره خبرې وکړي، جزئیات نه دي ورکړي.

    په مسکو کې د کنسرت پر یوه سالون د دوه اونۍ وړاندې برید وروسته د روسیې ولسمشر د سیمې د یو شمیر هیوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هیوادونو له مشرانو سره د پېښې د عاملانو او په دې برخه کې پر همکاریو ټیلفوني خبرې وکړې، خو مسکو تر اوسه له طالبانو سره په دې اړه رسمآ خبرې نه دي کړې.

    د مسکو په برید کې ۱۴۴ تنه ووژل شول او د روسیې امنیتي ادارو د پېښې په تړاو د منځنۍ اسیا هیوادونو یو شمیر وګړي نیولي چې ډیری هغه د تاجکستان دي او له داعش ډلې سره په اړیکه لرلو تورن دي.

    له طالبانو سره د اړیکو جوړولو او خبرو د پیل په تړاو د مسکو نوې هڅه په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو او د عدلیې وزارتونو تازه پر داسې یوې طرحې کار پیل کړی چې پر اساس به یې مسکو طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وباسي او د طالبانو د حکومت پر چارواکو به ځینې بندیزونه لرې کړي.

    روسیه د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم پر ایستلو غور کوي

    د روسيې په بهرنيو چارو وزارت کې سرچينو رسنیو ته ویلي چې د بهرنيو چارو وزارت او د عدليې وزارت اوس پر دغه پلان کار کوي او که نهايي شي، د طالبانو نوم به د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه  وویستل شي.

    روسیې په ۲۰۰۳ کال کې وروسته له هغې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو نظامي کړنې او فعالیتونه تروریستي اعمال وبلل.

    افغانستان، روسیه طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    ازبکستان د طالبانو د سفیر منلو ته تیاری ښودلی

    کوبها نیوزحوت ۲۲, ۱۴۰۲

    پينو الارچي: م م په کابل کې د کوکنارو بدیل کښت په عنوان نړۍ‌وال کنفرانس جوړوي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    د افغانستان متحده جبهه وایي، د تېر نظام امنیتي ځواکونه بېرته منسجم کوي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    عشق‌اباد کې د افغان توکو نندارتون په پرانېستل کېدو، د افغان ـ ترکمن سوداګرۍ کنفرانس پيل شو

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    د رسنیو د دفاع سازمانونو پر “افغانستان انټرنشنال” د طالبانو بندیزونه وغندل

    کوبها نیوزثور ۲۰, ۱۴۰۳

    د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

    عزت الله صالحيحوت ۱۸, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.