Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    یکشنبه, ۱۸ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»روسیه غواړي د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته میلیونونه ټنه نفت صادر کړی

    روسیه غواړي د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته میلیونونه ټنه نفت صادر کړی

    "د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د افغانستان په لوېدیځ کې د یوه ترانزیتي مرکز په جوړولو سره به جنوبي اسیا ته د روسیې د میلیونونو ټنو تیلو او له چین او د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه منځني ختیځ او ایران ته د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره لاره هواره کړي."
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱۴, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبهانیوز) – افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان په اصولو کې پر يوه ترانزيټي تړون هوکړه کړې چې له مخې به يې د روسيې ميليونونه ټنه تېل د افغانستان له لارې سوېلي اسيا ته صادرشي.

    د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست، همایون عزیزي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې پر دغه هوکړه لیک خبری په وروستیو میاشتو کې روانی وی او تیره اونۍ کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال او د ترکمنستان د ټرانسپورټ وزارت د پلاوي د سفر په مهال نهايي شوی.

    قزاقستان او افغانستان د ریل پټلې د نوې شبکې پر جوړولو خبرې کړې دي

    د ښاغلي عزيزي په وينا، دغه درې اړخيزه هوکړه به په دوو مياشتو کې د درېيو هېوادونو تر منځ لاسليک شي او پر بنسټ به يې په هرات ولايت کې د انرژۍ د ټرانزیت سيمه ييز مرکز (Regional Energy Trade Hub) جوړ شي.

    د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر رویټرز ته ویلی، په لومړي پړاو کې به د روسیې یو میلیون ټنه نفت د قزاقستان او ترکمنستان له لارې هرات ته ولېږدول شي او پاکستان ته به صادر شي: “په شپږو میاشتو کې مو پر درې اړخیز تړون کار وکړ او په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان درې اړخیزه ناسته وشوه. کنفرانس په ټولیزه توګه د دې تړون اصلي هدف د روسیې د نفتي توکو صادرول دي، او البته، قزاقستان غواړي خپل ځینې صادراتي توکي د سویلي آسیا بازارونو ته ورسوي.“

    د قزاقستان حکومت له څو کلونو راهیسې د روسیې د تیلو د صادراتو له امله د امریکا تر فشار لاندې دی او واشنګټن د قزاقستان شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې که دا کار دوام وکړي، بندیزونه به پرې ولګول شي. .

    اوس مهال هند په جنوبي اسیا کې د روسیې د تېلو تر ټولو لوی واردونکی هېواد دی او یوازې د روان کال په اپریل میاشت کې یې له روسیې څخه ۴.۸۶ میلیونه بېرله تېل وارد کړي دي.

    د کابل، عشق آباد او الماتا ترمنځ په نوي تړون کې دا نه ده څرګنده چې ایا هند به هم د هرات له ترانزیتي مرکز څخه د روسیې د تیلو د واردولو لپاره وکاروي او که نه.

    One small step for global marketsphotograph: reuters

    که څه هم د طالبانو حکومت یوازې په افغانستان کې د دوو سوداګریزو بندرونو له لارې د روسیې د تېلو صادرات اعلان کړي، خو د قزاقستان حکومت په یوه نوي اعلامیه کې د افغانستان له ټرانزیټي لارې څخه د استفادې لپاره د چین له لېوالتیا خبر ورکړی.

    د قزاقستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوی اعلاميه کې راغلي چې چين، قزاقستان او ترکمنستان هڅه کوي چې له افغانستان سره د جلا تړون له لارې، د خپلو صادراتو لپاره د دغه هېواد ترانزيټي لارې وکاروي.

    د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: “د دې هوکړی ټول اړخونه به د قزاقستان او ترکمنستان له لارې د چین له ارومچي ښار څخه د ځمکني ټرانزیټ (ټرکونو) او ریل پټلۍ په واسطه د سوداګریز کانټینرونو د ګړندي لیږد اسانتیا لپاره مناسبې تعرفې وضع کړي. د لومړۍ محاسبې پر بنسټ، د نورو موجود لارو په تناسب، د افغانستان له لارې لوېدیځې اسیا (منځني ختیځ) ته د چینايي توکو لېږد به له ۱۰ تر ۱۲ ورځو پورې لنډ شي.”

    د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دوی هڅه دا ده چې د واخان دهلیز لاره ژر تر ژره فعاله کړي، څو له چین سره سوداګري او ټرانزیټ له دی لارې پیل شي.

    خو د قزاقستان د صدراعظم د دفتر له اعلامیې داسی جوتیږی چې چین په دې برخه کې ډېره لېوالتیا نه لري. ځکه تر دې مخکې چینايي رسنیو د دغه دهلیز پر لاره د امنیتي ګواښونو په اړه د بېجینګ د اندېښنې خبر ورکړی و.

    افغانستان ټرانزیت، افغانستان سوداګری، افغانستان، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د رسنیو د دفاع سازمانونو پر “افغانستان انټرنشنال” د طالبانو بندیزونه وغندل

    کوبها نیوزثور ۲۰, ۱۴۰۳

    پاکستان ۱۰۳ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    بلخ کې د رمضان جام په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې

    kadminحمل ۶, ۱۴۰۳

    پاکستان د جون تر ۳۰مې د افغان کډوالو (PoR) کارتونه تمدید کړل

    کوبها نیوزثور ۷, ۱۴۰۳

    د طالبانو عدلیې وزارت: افغانستان کې هر راز ګوندي فعالیت غیر قانوني دی

    کوبها نیوزحمل ۱۶, ۱۴۰۳

    هند له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخوي

    کوبها نیوزحوت ۱۷, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.