کابل (کوبها نیوز)- د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف وایي، امریکا باید د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ ازادې کړي.
کابلوف په کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره کتنه کې د افغانستان پر بانکي نظام اوسني بندیزونه یو اړخیز او غیرقانوني ګڼلي او ددې بندیزونو د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد وایي، کابلوف دې ناسته کې امیرخان متقي ته د روان کال په اوږدو کې د مسکو د سفر بلنه ور کړې ده.
کابلوف ددوحې په راتلونکې ناسته کې د طالبانو د حکومت توافق مهم ګڼلی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ضمیر کابلوف له خولې وایي، “د افغانستان په اړه چې هر ډول ناسته جوړېږي، باید د افغان حکومت هوکړه پکې اخیستل شوې وي. د دوحې راتلونکې ناسته کې هم مهمه ده چې ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت توافق ولري”.
کابلوف په دې ناسته کې ټینګار کړی چې د نړۍ دولتونه باید د تماس د څو اړخیزو میکانیزمونو پر ځای د طالبانو حکومت سره د دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې اړیکې وپالي.
دواړو اړخونو په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو او په دوحه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړو استازو د راتلونکې ناستې په اړه خبرې اترې کړې دي.
په داسې حال کې چې امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي کوربه دی، د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو اړتیا رد کړې ده.
متقي په دې ناسته کې ویلي چې د دوی حکومت له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی او په دوحه کې د راتلونکې ناستې د اجنډا او ترکیب په اړه به له کافي وضاحت وروسته خپل دریځ روښانه کړي.