کابل (کوبهانیوز) د افغانو ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې له مسوولانو سره د افغانستان د مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
رینا امیري پر خپل ایکس پاڼه لیکلي دي چې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې (JICA) له چارواکو سره په کتنه کې یی په سیمه کې د پراختیايي او تعلیمي پروګرامونو، په ځانګړي ډول افغان میرمنو ته د زده کړو د فرصتونو په برابرولو په اړه یی خبرې کړی.
په همدې حال کې مېرمن امیري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پخواني استازي او په جاپان کې د ساساکاوا د سولې بنسټ له غړي تادامیچي یاماموتو سره له لیدنې خبر ورکړی او ویلی یی دی چې په دې کتنه کې دوی د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
سرچینو کوبها نیوز ته تایید کړې، چې ښاغلی یاماموتو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي څوکی ته یو له نوماندانو څخه دی.
په دې وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره د هڅو د بیا پیل خبر ورکړی.