کابل: (۲۴ کب ۱۴۰۲) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، یو ځل بیا په خپلو تازه څرګندونو کې د مېرمنو د زده کړو او تحصیل پر اړتیا ټینګار کړی.
شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې د “بي بي عایشه مدرسه” کې یوې فراغت غونډې ته د وينا پر مهال وويل : “اوس چې ا.ا حاکم دی او په ملک کې هیڅ مشکل نه شته، دا د حکومت دنده ده چې ښځو او نارینه و ته دا زمينه برابر کړي؛ څو افغانستان له علمي لحاظه په پښو ودرېږي”.
ستانکزي دا ټکي دې موضوع ته په اشارې یاد کړل چې، ګواکې په افغانستان کې د ده په خبره د جګړو پر مهال، ځینو خلکو ته د زده کړو ډېره زمینه نه وه برابره.
د طالبانو د حکومت دې جګپوري چارواکي په خپله وینا کې د طالبانو د مبارزو یادونه وکړه او په هغې کې يې د مېرمنو ونډه مهمه یاده کړه.
ستانکزي وويل “نن زمینه برابره شوې چې ملک ازاد دی، اسلامي نظام په کې حاکم دی او زموږ دنده ده چې نظام څنګه وساتو. خدای دې وکړي زموږ مشران، علماء او عوام د اناثو تعلیم او تربیې ته متوجه شي.”
عباس ستانکزي د مېرمنو د تعلیم او زده کړو اړتیاوو ته په اشارې وويل: “باسواده مېرمن تر هغې مېرمن زر وارې ښه ده چې په هیڅ نه پوهېږي. “

نوموړی تر دې مخکې هم په خپلو ویناوو کې د مېرمنو د تعلیم پر اړتیا غږېدلای او له خپلو مشرانو يې غوښتي چې د نجونو تړلي ښوونځي پرانېزي.
تر ۹۰۰ ډېرې ورځې وشوې چې، په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او په دولتي پوهنتونو کې ځینې پوهنځي د نجونو پر مخ تړل شوي دي.
افغان ښځینه زده کوونکې بیا بیا د طالبانو له حکومته هیله لري چې، د زده کړو اجازه ورکړي؛ خو د دې او نورو نړیوالو فشارونو سره سره لا هم د نجونو ښوونځي تړلي پاتې دي.