کابل( ۱۴ کب ۱۴۰۲) د سعودي عرب چارواکو اعلان وکړ چې، د دغه هېواد په ریاض ښار کې به د نړۍ له کچه تر ټولو ستر هوايي ډګر جوړ کړي.
د ملک سلمان په نوم دا نړیوال هوايي ډګر به په ۲۰۳۰ کال کې الوتنو ته چمتو شي. سعودي تمه کوي چې په ۲۰۵۰ کال کې به ۱۸۵ میلیونه مسافر له دغه هوايي ډګره سفرونه ولري.
عربنیوز د سعودي چارواکو له قوله ويلي، پر ۷۰ کیلومتر مربع ځمکه دغه نوی جوړیدونکی نړیوال هوايي ډګر به هرکال سعودي ته څه باندې ۷ میلیارد ډالره عواید ور اضافه کړي او په کلني ډول به یې د پروازونو کچه له څه باندې ۲۰۰ زره الوتنو څه باندې یو میلیون ته ورسیږي.
د سعودي عرب چارواکو ويلي، شهزاده محمد د ډیزاین شویو پلانونو پراساس غواړي په راتلونکو څو کلونو کې پر تیلو د سعودي تکیه کمه او دا هیواد په سیمه کې پر داسې ځواکمن اقتصادي بدل کړي چې له تیلو پرته یې عواید داخلي لګښتونه پوره کړي.
په ورته مهال د سعودي عرب چارواکو ویلي، پلان لري چې، د نیوم پر نوي جوړیدونکي نمونوي ښار سربیره د سعودي له ختیځه په سره بحیره کې د نل لیکې پرمټ خپل ګاز او تیل نورې نړۍ ولیږدوي؛ څو د اروپا مارکیټ ته ورنژدې شي.
شنبه, ۸ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل