واشګټن: ( ۱۳مه کب ۱۴۰۲ کوبهانیوز) سپينهماڼۍ وايي، د امریکا د ولسمشر مرستیاله کامالا هاریس به راتلونکې دوشنبه د اسراییلو کابینې له غړي بینيګانتز سره په غزه کې د روان وضعيت په اړه خبرې وکړي.
د سپېنېماڼې يوه چارواکي رويټرز ته ويلي، د دې ناستې د بحث وړ مسایل به، په جګړه کې د ملکي تلفاتو پر کمېدو، لڼډمهالی اوربند، د حماس له بنده د اسراييلیانو خلاصون او په غزه کې اړمنو کورنيو ته مرستو پر وېش وي.
د غزې په اړه په واشنګټن کې د امریکایي او اسراییلي چارواکو تر دې کېدونکې غونډې دمخه ټاکل شوې، نن یکشنبه (د کب ۱۵مه) په مصر کې د غزې د اوربند په اړه خبرې پيل شي.
مصري چارواکو رویټرز ته ویلي چې، په دې تړاو غونډه کې به د حماس او اسراییلو استازي برخه واخلي.
د نړۍوالو رسنيو د رپوټونو پر بنسټ په غزه کې بشری وضعیت د هری ورځې په تېریدو ترينګلی کیږي او د اندېښنې وړ دی. د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ دفتر “اوچا” ويلي، په غزه کې پنځهسوه زره ځايي اوسېدونکي له لوږې سره مخ دي.
بلخوا د امریکا پوځ وايي چې، د غزې اوسېدونکو ته يې د هوا له لارې د مرستو رسولو لړۍ پيل کړېده.
پنټاګون په يوه اعلاميه کې ويلي چې، تراوسه يې په غزه کې د ۳۸ زره کسانو لپاره د خوراکي توکو بستې د هوا له لارې رسولي او دا لړۍ به راتلونکو څو نورې ورځې هم دوام وکړي.