کابل ( ۲۷ وری ۱۴۰۳ کوبهانیوز): د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سختو سیلابونو له امله شاوخوا ۱۵۰ د استوګنې کورونه نړېدلي او سلګونه جریبه ځمکه ویجاړه شوې ده.
دا سیلابونه د هلمند، لوګر، کندز او کاپیسا په بېلابېلو ولسوالسو کې تر سخت ورښت وروسته راوتلي چې له امله یې د چارواکو په وینا ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
د لوګر د اطلاعاتو امر حمیدالله صدیقي رسنیو ته ويلي، د دغه ولايت په خروار ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله يوه مېرمن مړه او یو ماشوم ټپي شوی دی. د صدیقي په وینا په ورته مهال د ازرې په ولسوالۍ کې سختو سېلابونو تر پنځوسو زیات کورني څاروي تلف کړي، ۵۰ کورونه او شاوخوا سل جریبه کرنیزه ځمکه يې تخریب کړې ده.
بل خوا د کاپیسا ولایت طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ويلي چې په وروستیو سیلابونو کې د دغه ولایت په د شپږو ولسوالیو کې د استوګنې نږدې ۹۰ کورونه او شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه تخریب شوې ده.
باختر اطلاعاتي اژانس د کندز او هلمند ولایتونو د ځايي چارواکو له قوله ويلي چې په دغو ولایتونو کې ورښت او سیلابونو ځايي خلکو ته مالي ځانونه اړولي او په ځینو سیمو کې يې د کورونو د تخریب په ګډون لسګونه جریبه ځمکې وړې ده.