Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»شرعي: د حزب نوم اخیستل جرم دی

    شرعي: د حزب نوم اخیستل جرم دی

    مولوي عبدالحکیم شرعي: "د احزابو ریاست زموږ د وزارت له تشکیلاتو نه تېر کال لغو شوی، احزاب په قانوني لحاظ سره دې نظام کې ځای نه‌لري."
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۱۱, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل: (۱۱ وری ۱۴۰۳ کوبهانیوز): د طالبانو حکومت د عداليې وزارت سرپرست له ګلبدین حکمتیار سره د ځمکې او دفتر د تخلیې په تړاو تازه څرګندونې کړې دي.

    مولوي عبدالحکیم شرعي، د ياد وزارت د ‘مدرسة العدالة’ څخه د حدیثو دورې فراغت‌ غونډې ته په وينا کې وويل، هغه (حکمتیار) په درناوي او خپله خوښه بل کور ته انتقال شوی.

    شرعي ظاهرا ددغه وزارت او ګلبدین حکمتیار او د هغه د زوی تر‌منځ ناندریو او څرګندونو ته په اشارې وايي: “که ته اوس دا احترام بې احترامي بولې، نو ته په احترام نه‌پوهېږې، عقل دې کار نه کوي.”

    نوموړي ښايي د حکمتیار د زوی حبیب‌الرحمن حکمتیار وروستيو پوسټونو ته په اشاره وايي: “بیا دا خبرې کوې، زموږ حزب زموږ حزب. د احزابو ریاست زموږ د وزارت له تشکیلاتو نه تېر کال لغو شوی، احزاب په قانوني لحاظ سره دې نظام کې ځای نه‌لري، د احزابو نوم اخیستل تاته یو جرم دی”

    حبیب الرحمن حکمتیار تر دې مخکې په خپله اېکس‌پاڼه پر لپسې پوسټونو کې د حزب اسلامي د سولې د هوکړه‌لیک څرنګوالی یاد کړی او همدا‌شان يې د خپل پلار سره د کور د تخلیې په مسله کې شوی برخورد ناوړه چلند بللی و.
    د طالبانو د عدالیې وزير له خوا د ګوندونو نوم یادول تر جرم ګڼلو وروسته، حبیب الرحمن حکمتیار په خپله ايکس‌پاڼه ولیکل: ” حزب “

    د طالبانو حکومت د عدليې وزارت سرپرست په یاده غونډه کې پر دې سربېره يادونه کړې ده، چې ګواګې حکومت يې په قانوني خلا کې واقع نه دی.

    شرعي د خپلو قوانینو اساس قران او حدیث ياد کړي دي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    ازبکستان د طالبانو د سفیر منلو ته تیاری ښودلی

    کوبها نیوزحوت ۲۲, ۱۴۰۲

    طالبان د بې پیلوټه الوتکو د اسانچاري هېواد نوم نه په ډاګه کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۲, ۱۴۰۳

    د ترکیې محلي ټاکنو کې دوه افغانان د ښاروالیو څوکیو ته ولاړ دي

    کوبها نیوزحمل ۳, ۱۴۰۳

    پېښور کې د موټرسایکل بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې

    کوبها نیوزحوت ۲۰, ۱۴۰۲

    امریکا له طالبانو سره خبرو ته چمتووالی وښود

    کوبها نیوزثور ۱۲, ۱۴۰۳

    منیژه صدیقي د طالبانو له بنده خوشې شوه

    کوبها نیوزحمل ۱۹, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.