میرانشاه ( کوبها نیوز)—پاکستاني طالبانو د “النصره قطعه” په نامه نوې ډلګۍ جوړه کړې چې له پاکستاني او افغان طالبانو تشکیل شوې ده.
یوې سرچینې له نومښودنې پرته کوبها نیوز ته وویل چې دې قطعې ته تجربه لرونکي افغان او د قبایلي سیمو جنګیالي جذب شوي او په پرمختللو او لایزري وسلو سمبال دي.
النصره قطعې چې د حافظ ګل بهادر په ډلې پورې اړه لري، دوه ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان د دته خیل تحصیل په ډوګه مچه مداخیل او خړې غر سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو برید وکړ چې پنځه تنه پوځیان پکې مړه او ټپیان شول.
ددې قطعې له خوا خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې جنګیالي د پاکستاني پوځیانو پوستو ته له جګړې وروسته ننوځي او موټرو او نورو وسایلو ته اور اچوي.
له افغان او پاکستاني طالبانو دغه جوړه قطعه په داسې حال کې په شمالي وزیرستان کې خپل عملیات پیلوي چې پاکستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په ملاتړ تورنوي او طالبان اسلام اباد ته ګوته نیسي چې ددوی د کمزوري کولو لپاره د داعش ډلې ملاتړ کوي.