Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»طالبانو حکمتیار ته د کور او دفتر د تخلیې ضرب الاجل ورکړی

    طالبانو حکمتیار ته د کور او دفتر د تخلیې ضرب الاجل ورکړی

    طالبان تر دوو کلونو له حکمتیار سره د ځمکې او کور د قرارداد غځولو ته چمتو دي، خو حکمتیار ۵۰ کلن قرارداد غواړي. اوس طالبانو حکمتیار ته ددوشنبې ورځې د سهار تر اتو بجو وخت ورکړی چې یا دوه کلن قرارداد ومني او یا کور او ځمکه تخلیه کړي".
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    Sayed Khodaiberdi Sadat Anadulo
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل(۵ وری ۱۴۰۳ کوبها نیوز): طالبانو کابل کې د حزب اسلامي دفتر محاصره کړی او تر سبا اته بجو یې د تخلیې کولو ضرب الاجل ور کړی.

    د حزب اسلامي یوې سرچینې کوبها نیوز ته وویل چې د طالبانو د دولتي ځمکو د تصفیې کمیسیون له حزب اسلامي سره له تېرې یوې اونۍ د هغه د کور او دفتر د ځمکې پر سر په خبرو بوخت و، خو ددواړو خواوو ترمنځ توافق نه دی شوی او حکمتیار ته د کور او دفتر د تخلیې امر شوی.

    “طالبان تر دوو کلونو له حکمتیار سره د ځمکې او کور د قرارداد غځولو ته چمتو دي، خو حکمتیار ۵۰ کلن قرارداد غواړي. اوس طالبانو حکمتیار ته ددوشنبې ورځې د سهار تر اتو بجو وخت ورکړی چې یا دوه کلن قرارداد ومني او یا کور او ځمکه تخلیه کړي”.

    سرچینه وایي، دفاع وزارت د خپلې ځمکې په تړاو اعتراض نه لري خو د طالبانو یوه ډله غواړي دولتي ځمکه پر نوموړي د فشار په توګه وکاروي، ځکه د طالبانو د حکومت رهبري د حکمتیار له دریځونو راضي نه ده.

    په ورته وخت کې د حزب اسلامي سکرتریت کوبها نیوز ته وویل چې حکمتيار لا په خپل کور دارالامان کې دی او دده د د فتر د محاصرې خبره حقیقت نه لري. سرچینه وایي، “د عدلیې وزارت له لوري نن یکشنبه یو پلاوی راغلی و او د دفترو نو د تخلیې غوښتنه يې کړې. حکمتيار ددوی غوښتنه منلې او خپلو کسانو ته يې امر کړی چې دفترونه تخلیه کړي. اوسمهال د دفترونو د تخلیې او انتقال پروسه روانه ده.”

    ویل کیږي حکمتیار ته ویل شوي چې تر بل تصمیم پورې په وزیر اکبرخان کې ځای پرځای شي.

    ګلبدین حکمتیار د کابل له سقوط وروسته د مولوي نصرالله منصور له ډلې څخه چې د طالبانو یوه ځواکمنه ډله بلل کیږي، شکایت لري.

    یوې باوري سرچینې کوبها نیوز ته وویل، چې حکمتیار په کابل کې د پاکستان سفیر ته له فاتح ځواک، د مولوي سیف الرحمن منصور د کورنۍ له غړو ملا عبداللطیف منصور ، د کابل ولایت له پخواني والي مولوي عبدالرحمن منصور او د طالبانو د استخباراتو لومړي مرستیال ملا تاج میر جواد نه په تکرار شکایتونه کړي چې دوی ته ستونزې جوړوي.

    حکمتیار د اسلامي حرکت ګوند د یوې مخکښې څېرې مولوي نصرالله منصور په وژلو تورن دی، چې د ډلې غړي یې اوس د طالبانو د حکومت په مهمو پوسټونو کار کوي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    ګوترش: منځنی ختیځ د بشپړې ویجاړوونکې جګړې له خطر سره مخ دی

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    اټکل کېږي چې د اپريل پر اتمه به لمر تندر ونیسي

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    د ایفون په کپچر تڼۍ کې نوي سهولتونه رامنځته کیږي

    کوبها نیوزحوت ۲۱, ۱۴۰۲

    جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ

    کوبها نیوزجوزا ۲۵, ۱۴۰۳

    راشد خان: کرکټ د افغانانو د خوښۍ لامل دي، هیله لرم چې اسټرالیا به له افغانستان سره د کرکټ لوبه لغوه نه کړي

    کوبها نیوزحمل ۲۸, ۱۴۰۳

    ټي ټي پي د پاکستان واکمن سیاسي ګوندونه وګواښل.

    کوبها نیوزحمل ۲, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.