Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»طالبانو حکومت: نجونې د سږ کال په کانکور کې هم د ګډون اجازه نه لري

    طالبانو حکومت: نجونې د سږ کال په کانکور کې هم د ګډون اجازه نه لري

    د طالبانو حکومت په تیرو دوو کلونو کې له ښوونځیو فارغو شویو نجونو ته اجازه ور نکړه چې د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي او اوس مهال نجونی یواځی طبي انستتیوتونو ته د تلو اجازه لري.
    کوبها نیوزکوبها نیوزجوزا ۳, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبهانیوز) – د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې د سیمې اوسېدونکې، زرمینه په ۱۴۰۱ کال کې له یوې خصوصي لېسې څخه فارغه شوه او نه میاشتې په اونۍ کې څلور ورځې کانکور ازموینې ته د چمتوالی لپاره په قلعه فتح الله کې یوه خصوصي کورس ته تلله.

    د زرمینې د کانکور ازموینې د چمتووالي د کورس له پای ته رسېدو دوه میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د کانکور په ازموینه کې د نجونو پر ګډون بندیز اعلان کړ.

    زرمینې چې غوښتل د حقوقو پوهنځی په لوستلو سره مدافع وکیله شي، وايي: “په کانکور کې د نجونو د ګډون په مخنیوی او پوهنتون ته د تګ له منع کېدو سره، زه له خپل تر ټولو اساسي حقه، چې زده کړي دی، بې برخې شوم او اوس د خپل دی حق لپاره ان د غږ اوچتولو اجازه نلرم.”

    د انجونو د ښوونځیو تړل کېدو ۹۰۰ ورځې پوره شوې

    د طالبانو تر ادارې لاندې د ۱۴۰۳ کال د جوزا د میاشتې دویمه اونۍ د کانکور د عمومي ازموینې د پیل نیټه اعلان کړه.

    د امتحانونو ملي ادارې رییس، عبدالباقي حقاني په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې سږ کال به د کانکور ازموينه په پنځو پړاوونو کې واخيستل شي.

    په دی پنځو پړاونو کې به له يو ميليون څلور سوه زرو څخه زيات نوماندانو څه د کانکو ازموینه واخیستل شي، خو نجونو ته به د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

    د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموینو د ملي ادارې رییس له ښوونځي څخه د فارغو شوو نجونو د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې تر اوسه د لوړو زده کړو موسسو ته د نجونو د بیرته ستنېدو کړنلاره نهايي شوې نه ده او دوی پرې کار کوي.

    د طالبانو حکومت لوړ پوړو چارواکو تیره اونی د افغانانو له یوې ډلې سره په کابل کې ولیدل چې ځانونه یې په اروپا کې د مېشتو افغانانو د استازو په توګه معرفي کول او کابل ته یی د خپل سفر هدف د نجونو د زده کړو په اړه خبري ښودلی وی.

    طالب چارواکو دغو افغانانو ته وویل چې دوی د نجونو د تعلیم مخالف نه دي او د دوی په وینا هڅه کوي چې د دوی په خبره د یوه “مناسب چاپیریال” په برابرولو سره نجونو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.

    د ښوونځيو نجونې: د ښوونځیو په تړل کېدو هم بې سواده شوو او هم له رواني اړخه رنځېږو

    اوس چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو په مخ د ښوونځیو له تړل کیدو زر ورځي تیریږي او یو کال کېږي چې پوهنتون ته د نجونو پر تګ بندیز لګول شوي، د طالبانو حکومت لا هم د دوی په خبره د “مناسب تعلیمي چاپیریال”پر برابرولو نه دی بریالی شوی.

    د کابل د الفتح لېسې ښوونکې شبنم بایاني وايي، د هغو نجونو د راتلونکي په اړه اندېښمنه ​​ده، چې دی درې کاله ورته تدریس کړي او اوس په ناهیلی حالت کې ژوند کوي: “هره میاشت کله چې معاش اخلم، زه شرمیږم او له ځانه پوښتنه کوم چې دا پیسې د کوم خدمت په بدل ترلاسه کوم. هره اونۍ له خپلو دوو یا دریو زده کوونکو سره په ټیلیفون خبرې کوم، هغوی ژاړي او د خپلو هغو ستونزو کیسه راته کوی چې دوی د مکتب په تړل کیدو سره ورسره مخ دي.”

    که څه هم طالبان د نجونو د تعلیم په اړه پریکړه د افغانستان داخلي مسله ګڼي، خو تر اوسه د دوی حکومتي چارواکي په افغانستان کې دننه له ښځو، مدني فعالانو، د ښځو د حقونو له فعالانو او سیاسي فعالانو سره په دې اړه خبرو ته نه دي حاضر شوي.

    افغانستان، د نجونو مکتبونه، طالبان، طالبانو سره تعامل، کانکور ازموینه،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    امریکايي سناتورانو افغانانو ته د ۲۰ زره ځانګړو ویزو د منظورۍ غوښتنه کړې

    کوبها نیوزحوت ۲۴, ۱۴۰۲

    منیژه صدیقي د طالبانو له بنده خوشې شوه

    کوبها نیوزحمل ۱۹, ۱۴۰۳

    ایران د مقاومت جبهې غړي د داعش په تور نیولي

    کوبها نیوزحمل ۱۸, ۱۴۰۳

    بې سرحده خبریالان: طالبان دې رسنۍ ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي

    کوبها نیوزجوزا ۳۱, ۱۴۰۳

    جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ

    کوبها نیوزجوزا ۲۵, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.