کابل ( کوبها نیوز) د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، دوه سیاسي ګوندونه چې د دوی په وینا په ‘غیرقانوني’ ډول یې فعالیت کاوه امنیتي ادارو ته معرفي شوي دي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د یادوګوندونو د نوم له یادولو پرته ویلي، د دوی د ارزونې په پایله کې څرګنده شوې، چې د یادو دوو سیاسي ګوندونو فعالیت غیرقانوني دي.
اعلامیه وایي، “ وزارت د هېواد په کچه د سلګونو ټولنو له فعاليت څخه نظارت او بررسي ترسره کړې ده چې په پایله کې یې دوه سیاسي ګوندونه او د لغو شویو ټولنیزو او خيریه بنسټونو په شمول ۷۵ ټولنې چې په غیر قانوني بڼه او د فعاليت جواز څخه پرته یې فعاليت ترسره کاوه، مشخص شوي ، دفترونه یې تړل شوي او مسوولان یې اړوندو امنیتي ادارو ته معرفي شوي دي”.
یاد وزارت دغه راز وایي ، ۱۷خیریه بنسټونه چې په کارونو کې یې نیمګړتیاوې وې او د اصولو خلاف یې فعالیت ترسره کاوه، ترې ژمنه اخيستل شوې چې خپل فعالیتونه به له اصولو سره سم مخ ته وړي.
دغه وزارت وایي، په همدې کال کې یې ۱۹ خيريه بنسټونه هم په ټاکل شوي وخت د جواز نه تمدید له امله لغو اعلان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ترکنترول لاندې عدلیې وزارت تازه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ته هم خبرداری ورکړی ،چې د فعالیت اجازه نه لري او باید خپل تشکیلات لغو کړي.
که څه هم تر دا مهاله نورو سیاسي ګوندونو د طالبانو د خبرداري په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو دامهال افغانستان کې هیڅ ګوند ته د سیاسي فعالیت اجازه نشته. شنونکي وایي، طالبان پرسیاسي ګوندونو په دې بندیزونو سره غواړي افغانستان کې له یوې مخې د سیاسي فعالیتونو مخه ونیسي، خو د افغانستان تیر تاریخ ته په کتو دغه راز اقدامات د حکومتونو لپاره ښې پایلې نه لرلي.