کابل (۱۹ کب،۱۴۰۲ کوبها نیوز) طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې «یوناما» د مشرې وروستي راپور ته جدي غبرګون ښودلی او هغه یې د افغانستان د ځمکنیو واقعیتونو خلاف بللی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي ،د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په وروستي راپور کې د دوی د مثبتو فعالیتونو یادونه نه ده شوې او په وینایې راپور د بي بنسټه سياسي روايت تر اغیز لاندې خپور شوی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی پر دغه راپور شدید اعتراض لري او سپارښتنه کوي ، چې ملګري ملتونه په خپلو راپورونو او چلند کې د سطحيت او پلویتوب پر ځای د دقت او بي پريتوب لاره خپله کړي: “موږ د څو مشخصو هيوادونو – بي بنسټه سياسي روايت تر اغیز لاندې افغانستان نورو هيوادونو ته د خطر د بالقوه سرچينې په توگه د ورپېژندلو پر مواردو شدید اعتراض لرو او د دې سپارښتنه کوو چې ملگري ملتونو په خپلو راپورونو او چلند کې د سطحيت او پلویتوب پر ځای د دقت او بي پريتوب لاره خپله کړي.”
په اعلامیه کې ویل شوي، په تیرو دوو کلونو کې په افغانستان کې ګڼ پرمختګونه شوي، چې په وینایې په راپور کې یې یادونه نه ده شوې او پر واقعیتونو سترګې پټې شوې.
طالبان وایي، دوی د اسلام او ملي ګټو په چوکاټ کې د ټولو هیوادونو اندېښنو ته د ځواب موندلو په هدف رغنده تعامل ته ژمن دي: “افغانستان اسلامي امارت د اسلام د مبارک دین، د هيواد د استقلال او ملي منافعو په چوکاټ کې د ملگرو ملتونو د سازمان تر څنگ، د نړۍ له ټولو هيوادونو سره د گډو ګټو د تحقق، او مشتركو اندېښنو ته د ځواب موندلو په پار په هر ځای او وخت کې رغنده او هدفمند تعامل ته ژمن دي”
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د چهار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل راپور کې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و، چې له دې ځایه ترهګري د نړۍ نورو هیوادونو ته د خپرېدو په حال کې ده.
نوموړې ویلي و چې، په افغانستان کې نه یوازې داعش ډله فعاله ده، بلکې په وینایې هلته د پاکستاني طالبانو حضور د پاکستان د اندېښنې سبب شوی چې باید مخه یې ونیول شي.