Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    یکشنبه, ۲۴ حوت, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»طالبانو له خپلو رسمي ادرسونو د خپل مشر وروستی پیغام لرې کړی

    طالبانو له خپلو رسمي ادرسونو د خپل مشر وروستی پیغام لرې کړی

    د ښځو او له لویدیز سره د مقابلې په تړاو دغه پیغام د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون، باختر خبري اژانس، ددې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد ، د ملي ټلویزیون د مرستیال او نورو اړوندو رسمي رسنیو پر پاڼو خپور شوی و، خو اوس دغه پیغام له اړوندو پاڼو لرې شوی.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل(۷ وری ۱۴۰۳ کوبها نیوز)- طالبانو د خپل روحاني مشر ملا هبته الله اخندزاده وروستی پیغام له رسمي پاڼو لرې کړی.

    د ښځو او له لویدیز سره د مقابلې په تړاو دغه پیغام د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون، باختر خبري اژانس، ددې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد ، د ملي ټلویزیون د مرستیال او نورو اړوندو رسمي رسنیو پر پاڼو خپور شوی و، خو اوس دغه پیغام له اړوندو پاڼو لرې شوی.

    طالبانو ته نږدې یوې سرچینې کوبها نیوز ته وویل چې دغه پیغام څه وخت وړاندې چمتو شوی و، خو د .طالبانو یو شمېر مشران او د سیاسي کمیسیون غړي یې د خپرېدو پلوي نه وو. سرچینه وایي، ” دغه پیغام د فشار له امله خپور شو”.

    ملا هبته الله اخندزاده په خپل وروستي غږیز پیغام کې وویل چې دوی د الله حدود نافذوي او لویدیز که هرڅو ووایي، چې دا د ښځو د حقوقو پایماله کېدل دي خو دوی به د زنا حد تطبیقوي او په عام محضر کې به یې په ډبرو ولي او یا به ښځې په دورو وهي. هغه دغه راز ویلي چې ط.البان شل کاله نور هم جګړې ته چمتو دي.

    د طالبانو د مشر دغه پیغام په کوردننه د ګڼو خلکو او سیاستوالو غبرګونونه را وپارول.

    ملګرو ملتونو د ط.البانو د مشر هبة الله اخندزاده دغه څرګندونې نهیلي کوونکې وبللې. د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق نن یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی د ښځو په تړاو د طالبانو پر چلند خپلې اندېښنې شریکې کړې او د صادرو شویو فرمانونو د لغو کولو غوښتنه کوي.

    طالبانو له خپلو رسمي پاڼو ددې پیغام د لرې کولو د علت په تړاو څه نه دي ویلي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د پاکستان په دیني مدرسو کې د افغان زده کوونکو نوم لیکنه ودرول شوه

    کوبها نیوزثور ۱۵, ۱۴۰۳

    ملا حسن اخند: پاکستان دی د سوداګریزو او کډوالو مسایلو په اړه یو اړخیزه پریکړه نه کوي

    کوبها نیوزحمل ۲۱, ۱۴۰۳

    طالبان پر چینایي انجنیرانو برید د سیمه ییزې همکارۍ کمزوري کول ګڼي

    کوبها نیوزحمل ۷, ۱۴۰۳

    جګپوړی سعودي پلاوی د پاکستان په سفر بوخت دی

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    طالبان له جرمنی غواړي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

    کوبها نیوزحوت ۲۵, ۱۴۰۲

    طالبانو حکمتیار ته د کور او دفتر د تخلیې ضرب الاجل ورکړی

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.