Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»طالبانو پر ډیورنډ کرښه نوي سرتېري ځای پر ځای کړي

    طالبانو پر ډیورنډ کرښه نوي سرتېري ځای پر ځای کړي

    طالبانو پر ډیورنډ کرښه د لګول شوي اغزن تار په اوږدو کې په ځینو سیمو کې خام سړک جوړ کړی چې په اسانۍ سره ګزمې وکړي او پر کرښه تګ او راتګ و څاري.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    د طالبانو د سرحدي ځواکونو یو سرتېری پر ډیورنډ فرضي کرښه د یوې امنیتي پوستې ساتنه کوي. عکس د AFP
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    خوست، د فبروري ۱۳مه، (کوبهانیوز)- طالبانو د خوست ولایت په یو شمېر اوسنیو سرحدي سیمو کې د کندهار، غزني او وردګو ولایتونو اړوند طالبان ځای پرځای کړي.

    ددغو طالبانو د ځای پرځای کېدو هدف، ظاهرا له قبایلي سیمو نه د داعش جنګیالیو د احتمالي نفوذ مخنیوی ښودل کیږي. دغه تغییرات د خوست د اوسني والي ملا بسم الله عبدالله له ګومارل کېدو وروسته رامنځته شوي دي.
    طالبانو ته یوې نږدې سرچینې کوبها نیوز ته وویل، چې نوي طالبان د خوست ولایت د علیشیر، ځاځي میدان او ګوربزو ولسوالۍ په سرحدي امنیتي پوستو کې په دندو ګومارل شوي دي. سرچینه وایی«په هغو سیمو کې چې د ټي ټي پي جنګیالي نفوذ لري، دداعش د نفوذ له اړخه اندېښنه په ټیټه کچه کې ده، خو په نورو سیمو کې له ننګرهار نه تر کونړ او نورستان پورې طالبان دداعش پر وړاندې خورا حساس دي».

    طالبانو پر ډیورنډ کرښه د لګول شوي اغزن تار ترڅنګ په ځینو سیمو کې خام سړک جوړ کړی چې په اسانۍ سره ګزمې وکړي او پر کرښه تګ او راتګ و څاري.

    له شمالي وزیرستان سره پر ډیورنډ کرښه له دې وړاندې ډېری د حقاني شبکې جنګیالیو دنده ترسره کوله.
    د طالبانو حکومت ظاهرا دداعش ډلې فعالیت د افغانستان امنیت ته جدي خطر نه بولي، خو دا اندېښنې شته چې په قبایلي سیمو کې یو شمېر پخوانۍ جنګیالۍ ډلې د پاکستان له امنیتي ادارو سره د ښو او نږدې اړیکو له امله د افغانستان پر لور نفوذ کولای شي.

    د تېرې جنوري میاشتې په وروستیو کې د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان له سنډې ګارډین هندۍ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل چې اسلام اباد غواړي داعش ډله افغانستان ته ولېږدوي او د نیابتي ډلې په توګه یې وکاروي. احسان په دې مرکه کې د پاکستان پر استخباراتي ادارو تور ولګاوه چې دداعش قوماندانان په خپلو مېلمستونونو کې ساتي.

    د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په یوه ټلویزیوني مرکه کې طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې که د پاکستاني طالبانو فعالیتونه کنټرول نه کړي، پاکستان به یې ډېر ونه زغملای شي. کاکړ له جیونیوز سره په مرکه کې وویل: « که له موږ سره داسې خلک موجود وي لکه داعش یا ورته بله ډله چې له پاکستان نه ځي او په کابل، کندهار او جلال اباد کې ځانونه الوزوي، نو د طالبانو او افغانانو به څه غبرګون وي؟»
    د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکي په دې باور دي، چې د ټي ټي پي د کنټرول په برخه کې پر افغان طالبانو د پاکستان فشارونو پاموړ پایله نه ده ورکړې او ښايي اسلاام اباد پرکابل د فشار لپاره دداعش تر چتر لاندې نورې وسله والې ډلې راپورته کړي.

    د طالبانو حکومت د افغانستان په پولو کې د پاکستاني او نورو بهرنیو جنګیالیو د حضور رپوټونه رد کړي دي.
    د پاکستان د لوی درستیز سید عاصم منیر له ګومارل کېدو وروسته د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.

    دغه خبر د کوبها نیوز خبري ټیم تولید کړی او ایډیټورانو یې سمونچارې ترسره کړې

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

    عزت الله صالحيحمل ۷, ۱۴۰۳

    پاکستان او افغانستان دوو میاشتو کې د اپټا تړون نهایي کوي

    کوبها نیوزحمل ۹, ۱۴۰۳

    د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د خبرو لپاره رغنده چلند مهم بللی

    کوبها نیوزثور ۱۶, ۱۴۰۳

    کرزی او پوتزل په افغانستان کې د ملي تفاهم پر اړتیا غږېدلي

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    راشد خان: کرکټ د افغانانو د خوښۍ لامل دي، هیله لرم چې اسټرالیا به له افغانستان سره د کرکټ لوبه لغوه نه کړي

    کوبها نیوزحمل ۲۸, ۱۴۰۳

    د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر او لوی درستیز قطر ته لاړل

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.