کابل (کوبها نیوز): د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د بدخشان په ارګو او درایم ولسوالیو کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړو پر سر د شخړې پر مهال د ډزو په پېښو کې ښکیل کسان محاکمه کوي. پر دې سربېره، طالبان پلان لري چې په دغو سیمو کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړو مسوول ځواکونه بدل کړي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین غني وايي، د سیمې اوسېدونکو د کوکنارو د کروندو د له منځه وړو هرکلی کړی او په ډزو کې د وژل شویو کسانو لپاره د عدالت غوښتنه کوي. قانع بي بي سي ته وویل چې خلکو د ډزې کوونکو سرتېرو محاکمه غوښته، “دا غوښتنه یې کاملا پر ځای وه، هغه کسان محکمې ته معرفي کوو چې ډزې یې کړې.”.”
قانع دا هم وایي چې په دې ولسوالیو کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پر مخ روان دی او وضعیت “بالکل عادي” دی. هغه په بغلان کې د طالبانو د حکومت پر ضد د مظاهرو راپورونه رد کړل او پخوانۍ مظاهرې یې د سېلابونو د زیانونو او د کورونو د رغونې په اړه په اړه وبللې.
د طالبانو حکومت په داسې حال کې د نشه یي توکو د کښت او تولید پر وړاندې مبارزه کوي، چې د بدیل کښت د لارو چارو پليتابه لپاره کوم کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي. په تېره مارچ میاشت کې د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر پخواني اجرایوي رییس پینو الارچي وویل چې نړیواله ټولنه باید د مخدره توکو د کښت په له منځه وړلو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
له فراه وروسته بدخشان دویم ولایت دی چې کروندګر پکې د کوکنارو د کښت د له منځه وړو په تړاو د طالبانو د مشر ملا هبت الله حکم ننګوي او لاریون کوي.
بدخشان د طالبانو د حکومت په جوړښت کې پاموړ ونډه لري او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د کنټرول او د تاجیکستان له پولو د خپلو مخالفانو د مخنیوي په برخه کې دې ډلې ته له ستراتیژیک پلوه مهم دی.