Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»طالبان د بې پیلوټه الوتکو د اسانچاري هېواد نوم نه په ډاګه کوي

    طالبان د بې پیلوټه الوتکو د اسانچاري هېواد نوم نه په ډاګه کوي

    "سره له دې چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ پر اتمه د امریکا د کانګرس په استماعیه غونډه کې دا افشاء شوه، چې بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له لارې د افغانستان هوايي حریم ته داخلیږي، د طالبانو حکومت په دې مساله کې د اسلام اباد پر وړاندې محتاطانه دریځ خپل کړی"
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۱۲, ۱۴۰۳05 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    U.S. Air Force/ Lt. Col. Leslie Pratt
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبهانیوز)- د جمعې په ورځ د مارچ پر ۲۹مه دوو امریکايي بې پیلوټه الوتکو څو ساعته د کندهار او نیمروز ولایتونو او د دوه ورځې وروسته د کونړ د پیچ درې په اړوندو سیمو کې الوتنې وکړې او وروسته له فضا ورکې شوې.

    کندهار د طالبانو د روحاني مشر ملا هبت الله د استوګنځي په توګه او نیمروز او کونړ د القاعدې شبکې او نورو بهرنیو جنګیالیو د غړو د احتمالي تګ او راتګ د څارنې لپاره د سي آی اې تر څار لاندې دي.

    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې پر ورځ په یوه مرکه کې د بې پیلوټه الوتکو الوتنې تایید کړې او ویې ویل، چې دغه الوتکې له نږدې هېوادونو د افغانستان حریم ته داخلیږي، « دا الوتکې د امریکا دي، د ځینو نږدې هېوادونو له فضا نه الوتنې کوي، ټول باید دې برخه کې خپل مسوولیتونه درک کړي او دا تېری بند کړي».

    طالبان په ښکاره د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو په “نږدې هېوادونو” کې پاکستان له متحده ایالاتو سره د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په برخه کې له ۲۰۰۴ کال راهیسې دوامداره همکاري لري.

    د روان کال د مارچ میاشتې پر اتمه د امریکا د کانګرس په استماعیه غونډه کې سناتورې ډیب فیشر وویل، چې واشنګټن په افغانستان کې د هوايي څار لپاره اعتمادي شریک نه لري او یوازې پر پاکستان متکي دی. مېرمن فیشر زیاته کړه: « زه د افغانستان په افق کې زموږ د ترهګرۍ ضد عملیاتو د وړتیاوو په اړه ژوره اندېښمنه یم. موږ له خروج وروسته افغانستان کې پر یوه هدف یوازې یو برید کړی. موږ په سیمه کې باور وړ شریکان او اساسي تړونونه نه لرو او د افغانستان هوايي حریم ته د لاسرسي لپاره پر پاکستان اتکاء کوو».

    د مېرمن فیشر له دې روښانه افشاګرۍ سره سره د طالبانو حکومت په دې مساله کې د پاکستان پر وړاندې له څه باندې یوکال راهیسې محتاطانه دریځ خپل کړی.

    د ۲۰۲۲ کال د جولای پر ۳۱مه د کابل په شیرپور سیمه کې د سي آی اې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو یوه میاشت وروسته، د طالبانو د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد په یوه خبري ناسته کې وویل، چې متحده ایالات د پاکستان له لارې په افغانستان کې بریدونه کوي.

    خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مخکیني ویاند عاصم افتخار احمد د ملا یعقوب څرګندونې غیر ډپلوماتیکې وګڼلې او ویې ویل، “د هیڅ راز شواهدو په نشتوالي کې دا ډول فرضي تورونه خورا د افسوس وړ دي او د مسؤل ډیپلوماتیک چلند له معیارونو سرغړونه ده.”

    له دې غبرګون وروسته د طالبانو حکومت د بې پیلوټه الوتکو د اسانچاري په توګه د پاکستان له علني نوم اخستلو ډډه کوي، خو له اسلام اباد سره ددې ډلې د اړیکو په ترینګلتیا کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه مهم اړخ دی.

    سي آی اې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۲۱مې وروسته چې طالبانو د قدرت واګې په لاس کې اخستې، په افغانستان کې د القاعدې او داعش- خراسان پر اهدافو درې بریدونه کړي. خو د طالبانو تر واک لاندې بهرنیو جنګیالیو د حضور په تړاو رپوټونو، افغانستان ته د سي آی اې توجه بېرته ډېره کړې او د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو او بریدونو احتمال یې لوړ کړی.

    یو شمېر شنونکي په دې نظر دي، چې پاکستان به له طالبانو سره د اړیکو ترینګلتیا او خپلې خاورې ته له پاکستاني طالبانو نه متوجه ګواښونو ته په پام، سي آی اې د ډیورنډ کرښې شاوخوا کې د ټي ټي پي خلاف بریدونو ته وهڅوي.

    پاکستان وړاندې هم له دغسې فرصتونو نه په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره استفاده کړې ده.

    خو د سیاسي چارو شنونکی او په پاکستان کې پخوانی افغان ډپلوماټ زردشت شمس په دې باور دی، چې د متحده ایالتونو او پاکستان ترمنځ د همکارۍ بڼه له ۲۰۲۱ کال وروسته بدله شوې او واشنګټن د دوحې توافق په پایله کې ځان ته د متوجې ډیرو ګواښونو د مخنیوي اطمینان له طالبانو مستقیم اخیستی او په دې برخه کې پر پاکستان اتکاءکمه شوې ده.

    ددغه پخواني افغان ډپلوماټ له نظره، پاکستان هڅه کوي ټي ټي پي نړۍ، په ځانګړې توګه امریکا ته د ګواښ په توګه معرفي کړي خو په دې برخه کې لا بریالی شوی نه دی.

    شمس کوبها نیوز ته وویل: “د ټي ټي پي په مهار کولو کې به واشنګټن د پاکستان ملګرتیا کوي خو امریکا به ونه غواړي چې له افغان طالبانو سره ځان بیا مواجه کړي، یا د افغانستان داخل کې د پاکستان د عملیاتو مستقیم نظامي یا لوجیستیکي ملاتړ وکړي”.

    د امریکا متحده ایالات د طالبانو حکومت د دوحې د تړون په رڼا کې په پرله پسې ډول هڅوي، چې افغانسان کې د ترهګرو او هغو ډلو خلاف کوټلي ګامونه واخلي، چې د واشنګټن او د هغه د متحدانو امنیت ته ګواښ پېښولای شي.

    طالبان د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو، داعش او القاعدې حضور ردوي.

    افغانستان، امریکا وتل، بی پیلوټه الوتکی، حکومت سقوط، طالبان، هوایی حریم،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    طالبانو د دوو سیاسي ګوندونو او ۱۹ بنسټونو دفترونه تړلي

    کوبها نیوزحمل ۱۹, ۱۴۰۳

    د امریکا استخباراتي ادارې: سږ کال به داعش په افغانستان کې ډېرې حملې ترسره کړي

    کوبها نیوزحوت ۲۲, ۱۴۰۲

    د ناسا ځیرکې څرخکې خپل ماموریت پای ته ورساوه

    کوبها نیوزدلو ۲۱, ۱۴۰۲

    پښتانه ملتپال: پاکستان د ګندهارا تمدن د غصب کولو هڅه کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۶, ۱۴۰۳

    طالبان د یو کمربند او یو دهلیز له لارې چین سره نښلېدل غواړي

    کوبها نیوزحمل ۱۹, ۱۴۰۳

    افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

    عزت الله صالحيحمل ۷, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.