Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»طالبان د پاکستان له نوي حکومت څخه د “ورورګلویزو اړیکو” تمه لري

    طالبان د پاکستان له نوي حکومت څخه د “ورورګلویزو اړیکو” تمه لري

    امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته په یوه لیک کې لیکلي چې د دوی حکومت له اسلام اباد سره د سوداګرۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲04 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    pakobserver
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (۲۳ کب ۱۴۰۲ کوبها نیوز) د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د محمد اسحاق ډار د کار په لومړۍ ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هغه ته لیک ولیکه او په دغه لیک کې یې ډاډ ورکړی چې کابل د اسلام اباد له نوي حکومت سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
    امیر خان متقي اسحاق ډار ته د ورور خطاب کړی او لیکلي یې دي: “افغانستان او پاکستان د تل په خبر د خپلو ورورگلویزو اړیکو لپاره لوی فرصتونه په لاس کې لري. د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې له پاکستان سره دشته فرصتونو په برخه کې د ورورگلوی په فضا کې گډ کار ته دوام ورکړي”.
    محمد اسحاق ډار تر دې وړاندې د شهباز شریف په ایتلافي حکومت کې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د مالیې د وزیر په توګه کار کړی او د ده د وزارت پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ تر ټولو ډېرې ستونزې تجربه کړې او له هغه وخت راهیسې درې سوداګریز بندرونه غلام خان، سپین بولدک او تورخم څو ځلې د هغو لاریو پر مخ تړل شوي چې د دواړو هېوادونو سوداګریز توکي لېږدوي.
    له بلې خوا، د پاکستان د مسلم لیګ (ن) او د پاکستان خلکو ګوند تر منځ د ایتلافي حکومت له جوړېدو سره سم، د طالبانو د حکومت مشرتابه له اسلام اباد سره د اړیکو د ټینګولو هڅې ګړندۍ کړې دي.
    د همدغو هڅو په دوام د سه شنبې په ورځ کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني کندهار ته ولاړ او هلته یې د کندهار له والي ملا محمد شیرین سره وکتل او د طالبانو د مشرتابه له پیغام څخه وروسته کابل ته راستون شو. که څه هم تر اوسه څرګنده نه ده چې نظاماني په خپله خوښه یا د طالبانو د مشرتابه په بلنه کندهار ته سفر کړی او د طالبانو د مشرتابه له لوري ورته کوم پیغام رسېدلی، خو پاکستانۍ ډان ورځپاڼې لیکلي چې د دغه پیغام له ترلاسه کولو وروسته به د پاکستان شارژدافیر له کندهاره ډېر ژر اسلام اباد ته لاړ شي او دا پیغام به د پاکستان د نوي حکومت له مشرتابه سره شریک کړي.

    Dawn

    تر دې وړاندې د کندهار والي ملا شیرین اخند چې د طالبانو روحاني مشر ملا هبت الله اخندزاده ته نږدې کس ګڼل کیږي، د جنورۍ په میاشت کې پاکستان ته سفر کړی و او له پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو سره یې لیدلي وو، خو ظاهراً د پاکستان حکومت د همکارۍ له هغې ژمنې راضي نه شو، چې ده له ځان سره اسلام اباد ته وړې وه، ځکه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د امنیت شورا وروستۍ غونډې ته د پاکستاني طالبانو د نه کنټرول په تړاو له افغان طالبانو شکایت وکړ او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو مخنیوي په برخه کې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي.

    Iswnews

    د پاکستان د امنیت او شخړو د مطالعاتو انسټیټیوټ په خپل نوي راپور کې لیکلي چې یوازې د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې په پاکستان کې شاوخوا ۱۰۰ وسله وال بریدونه شوي چې د پوځیانو او ملکي وګړو په ګډون پکې ۸۷ کسان وژل شوي دي.
    له اسلام اباد سره د اړیکو رغولو په تړاو د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر تمه او په کندهار کې د دوی د مشرتابه هڅې په داسې حال کې دي چې د پاکستان د نوې کابینې جوړښت د دې ښکارندویي کوي چې د نوي حکومت منځمهاله ستراتیژي د پیسو نړیوال وجهي صندوق (IMF) غوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه ددغه هیواد پر مالي او اقتصادي وضعیت متمرکزه ده او له همدې امله اسحاق ډار چې د مالیې په وزارت کې څو کلنه تجربه لري، د بهرنیو چارو وزیر او د یوه بانک رییس د مالیې وزیر په څوکۍ ټاکل شوي. خواجه محمد اصف چې د افغان طالبانو له پخوانیو ملاتړو او د هغوی د وروستیو سیاستونو منتقد و، د پاکستان د دفاع وزارت په څوکۍ پاتې دی.

    پاکستان نوی حکومت، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    بې سرحده خبریالان: طالبان دې رسنۍ ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    ریشي سوناک ویلی چې د بریټانوي پوځيانو افغان همکاران به روانډا ته ونه لیږي

    کوبها نیوزثور ۳, ۱۴۰۳

    کاناډا له پاکستان نه ۳۳۳ نور افغانان انتقال کړل

    کوبها نیوزحوت ۱۹, ۱۴۰۲

    فطرت: د افغانستان هوايي حریم د امریکا په کنټرول کې دی

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    د جګړې مطالعاتو انسټیټیوټ: د ‘کابل طالبان’ د مولوي هبة الله د پالیسیو مخالف دي

    کوبها نیوزحمل ۱۱, ۱۴۰۳

    پاکستان او افغانستان دوو میاشتو کې د اپټا تړون نهایي کوي

    کوبها نیوزحمل ۹, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.